د افغانستان د نورو ولايتونو په شان په كندهار ولايت كي هم نن د نوي ۱۳۸۸ كال د لومړۍ ورځي په مناسبت د خوشحالۍ مېلې جوړېږي.
د تېرو كلونو په څېر سږكال هم د كندهار په زرونو اوسېدونكي د شاه مقصود (شاه آغا) زيارت ته تللي او د نوي كال په مناسبت يې په دغه زيارت كي جنډۍ پورته كړې او د افغانانو د يووالي، سولي او نېكمرغۍ دعاوي يې وكړې.
د شاه مقصود زيات د كندهار په خاكرېز ولسوالي كي دئ، چي له كلونو كلونو راهيسي په اخترونو او د نوي كال په ورځو كي د خوشحالۍدوديزي مېلې پكښي جوړېږي.
دغه زيارت په ۲۰۰۱ كال د امريكايانو په بمباريو كي ونړېدئ، چي د كندهار د پخواني والي ګل آغا شېرزي له خوا په ډېره ښايسته بڼه جوړ سو.