د كندهار په دوو بېلابېلو سيمو كي د كاناډا څلور عسكر له طالبانو سره په جنګ او ماين چاودنه كي وژل سوي دي.
د كاناډا د دفاع وزارت دخپلو عسكرو مړېنه تائېدوي او وايي دوه عسكر يې د ژړۍ په ولسوالي كي د ماين په يوه چاودنه كي د ګزمې پر مهال وژل سوي او پنځه نور يې ټپيان سوي دي.
همدا راز يې دوه عسكر په شاولي كوټ ولسوالي كي د طالبانو سره په جنګ كي وژل سوي دي.
دواړي پېښي د جمعې په ورځ د مارچ پر شلمه نېټه رامنځته سوي دي.
د كاناډا د دفاع وزارت وايي د دغو څلورو عسكرو په مړېنه يې په افغانستان كي د مړو پوځيانو شمېر ۱۱۶ تنو ته ورسېدئ.