د پښتونخوا چارواكي وايي د طالبانو سره د سولي د تړون له مخي يې ۲۰ طالب بنديان خوشي كړل.
د سوات طالبانو حكومت ته ګواښ كړى وو، چي كه يې بندي ملګري خوشي نه سي دوى به د سولي تړون بيرته مات كړي.
دسوات طالبانو تېره مياشت د حكومت سره سوله وكړه، چي په مقابل كي يې حكومت د شريعت د تنفيذ ژمنه ورسره وكړه، او تېره اونۍ په دغه سيمه كي شرعي محكمو په كار پيل وكړ.
د خبرونو له مخي په دې بنديانو كي د سوات طالبانو د وياند مسلم خان ورور هم خوشي سوى دئ.
كه څه هم طالبانو د خپلو ټولو ملګرو د خوشي كېدو غوښتنه كړې، خو د پښتونخوا ايالتي حكومت وايي د ځينو بنديانو د دوسيو بندول يوازي د مركزي حكومت كار دئ.