" /> " /> " /> " /> عرب متحده امارات : د لويي پكتيا مشرانو ستره غونډه – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / عرب متحده امارات : د لويي پكتيا مشرانو ستره غونډه video

عرب متحده امارات : د لويي پكتيا مشرانو ستره غونډه video

نن پنجشنبه د كب ۲۹ د متحده اماراتو د دوبۍ ښار په هيلتون هوټل كي د لويي پكتيا مشرانو او مخورو ستره غونډه وكړه  

دي غونډي ته سلاكار وزير او دپكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد ، د بغلان والي ښاغلي محمد اكبر باركزۍ ، د پكتيا ولايتي شورا رئيس او غړي ، په جنوب ختيځ زون كي د ملي پخلايني د كميسيون مشر مولوي حبيب الله منګل اورسره پلاوي نوموړي غونډي ته ور بلل شوي وو. 

دا غونډه چي ظاهرآ د پكتيا والي د ښو كړونو د ستايني په موخه دوبۍ كي جوړه شوي وه شاو خوا ۱۰۰۰ تنو پكتيا والو او عرب ميشتو افغانانو برخه اخيستي وه . 

د غونډي پيل كي حاجي ضابط سليمان په عربي اماراتو كي د لويي پكتيا د كډوالو په استازي توب  د ښه راغلاست وينا وكړه ، او په خپلو خبرو كي يي د همدرد كړني په پكتيا ولايت كي وستايلي . 

غونډي ته د پكتيا ولايتي شورا رئيس ډاكټر محمدا جان منګل وويل : مونږ نن په دوبي كي ددي لپاره راټول شوي يو ، چي په ملي يووالي خبري وكړو ، او اد افغانستان رواني شخړي ته وكولاي شو د پاي ټكي كيږدو . 

په دوبۍ كي يو بل افغان مشر حاجي بركت په شته ستونزو خبري وكړي او وي ويل :
مونږ دلته د خپلو بچو لپاره هيڅ ډول په خپله مورنۍ ژبه ښوونځي نلرو ، او مونږ ليواله يوو چي د راتلو نكو ټاكنو لپاره ، ددي لپاره چي دلته يو شمير ډير افغانان ژوند كوي د رايي وركوني سايټونه خلاص شي
غونډي ته د بغلان والي ښاغلي محمد اكبر باركزي هم وينا وكړه  او ، او د لويي پكتيا د غه ستره غونډه يي يوه نمونه او نه هيريدونكي خاطره وبلله .
پكتيا والي ښاغلي همدرد د خپلي وينا په ترڅ كي ، برخه والو پكتيا ولايت كي د پلي شوو پروژو په لنډ ډول راپور وكړ او وي ويل ، سږ كال په ټوله پكتيا كي ۳۸۸ ميليونه ډالره پيسي په ۵۳۷ وړو او غټو پروژو ليږيدلي خو دا يي كافي و نه بللي  

همدا رنګه همدرد وويل : سږ كال مونږ په پام كي لرو ، چي په ټوله پكتيا كي د ګرديز – غزني سرك په شمول ۴۳۵ كيلومتره پوخ سرك جوړ كړو، چي ددي سركونو په جوړولو سره په پكتيا كي به داسي سرك و نه موندل شي چي خامه و اوسي . 

پكتيا والي د امنيت د ښه والي په برخه كي له پكتيا والو مننه وكړه او په امنيت كي يي د دوي مرسته اړينه او په دوي پوري اړوند وبلله
 
ښاغلي همدرد د افغانستان ستونزي ته په اشاري سره وويل ، د هيواد اوسنۍ روانه ستونزه په جنګ نه حل كيږي ، ده ووي چي جنګ د حل لار نه ده ، ده يو ځل بيا په ټول ښكيلو ډول غږ و كړ تر څو د يوه ميز تر شا كښيني او په شته ستونزو خبري وشي . 

ده وويل زه حاضر يم په هر وخت اهر ځاي  كي  له هر ناراضي سره خبري وكړم . د ه راتلو نكو ټاكنو ته په اشاري سره وويل ، مونږ بايد داسي كانديد ته رايه وركړو چي هغه افغان ، مسلمان او ددي خاوري اصيل بچۍ وي . 

همدرد د خلكو د پوښتي په ځواب كي وويل ( ما د هيواد د پوهني وزير سره د ښوونځي په اړه خبري وكړي او هغه ډاډ راكړ چي د دوبۍ ميشتو افغانانو ته بۀ په خپله ژبه ښوونځي پرانيځي )  

غونډه په دي دريځ پاي ته ورسيده چي ټول پكتيا وال كه په هيواد كي دننه ، له هيواده بهر په اماراتو او يا غربي ممالكو كي وي ، په ټاكنو كي به يو دريځ لري او له يوه مشخص نوماند نه به پلوي كوي .














وېډيو  :