د علامه عبدالحى حبيبي د ارواح تر سيوري لاندي په نامۀ كتاب چاپ شو.
دا كتاب د پښتو ژبي او ادب د نامتو ليكوال لوى محقق، نقاد، شاعر، او اديب ښاغلي عبدالكريم بريالي ليكلى او چاپ كړى دى، په دې په زړۀ پوري كتاب كي چي په (۳۴۲) مخونو مشتمل دى د محترم حبيبي صاحب د ژوند ټول اړخونه په كي څېړل شوي دي.
د عبدالحى حبيبي د ارواح تر سيوري لاندي په دې كتاب باندي ښاغلي واصل واسطي سريزه ليكلې ده او ځوان شاعر او ليكوال حافظ رحمت نيازي، د پښتۍ په څلورم مخ څو لنډي خبري كړې، دا كتاب چي پنځويشت سرليكونه په كي راغلي او د محترم حبيب صاحب د ژوند او كار و زيار په هر اړخ يې روڼا اچولې ده نو په دې موضوع باندي تر ټولو ښۀ كتاب ګڼلى كېږي.
دا كتاب چي د محترم بريالي صاحب په زيار، كار او خپل ځاني لګښت چاپ شوى دى په .
دانش كتابتون پېښور.
دانش كتابتون كابل.
يونيورسټۍ بُك ايجنسۍ پېښور.
غورځنګ كتاب پلورنځى كوټه.
صحاف نشرياتي موسسه كوټه.
غزنوي كتابه خانه كوټه.
افغان كتاب و قرتاسيه كندهار.
همدا رنګه د ټولي پښتني سيمي په ټولو لويو او وړو ښارونو كي تر لاسه كېداى شي.
دا كتاب چي درې سوه پاكستانۍ روپۍ بيه لري په سپين او اعلٰى كاغذا او مجلد ډول چاپ شوى دى نو دا ډول په دې كتاب كي د حبيبي صاحب يو شمېر نادره او ښكلي انځورونه هم چاپ شوي دي چي د هغۀ د هر دور سره تړاو لري لكه ځواني، د كار وخت او د عمر د اخري شپو او ورځواو داسي نور.
د يادوني وړ ده چي ښاغلي بريالي صاحب د پښتو ژبي او ادب دپاره ډېر چوپړ وهلى دى او لا لګيا دى د خپلې ژبي او ادب دپاره منډي ترړي وهي، د دۀ تر دې دمخه هم درې په زړۀ ټولګي ميدان ته راوتلې دي، لكه ګرايمر، پښتو ليك دود، پټه خزانه د حقيقت په ايينه كي، او همدا اثر……..
هېره دي نه وي چي دا كتاب په كوټه كي د ليكوال سره هم په لاندي درك تر لاسه كېداى شي.
حاجي ملا ظريف اخوند كاكړ فونډېشن فيصل ټاؤن بروري روډ مكان نمبر ۳۳۸ ګلۍ نمبر ۶ كوټه.
د رابطې نمبر ۰۳۴۵۸۳۰۹۸۸۶
ايمايل kkbaryal@yahoo.com