کور / راپور / د حضرت محمد ( ص) د زوکړي کليزه ونمانځل سوه

د حضرت محمد ( ص) د زوکړي کليزه ونمانځل سوه

په ميدان وردګ ولايت كې د حضرت محمد (ص) دزوكړې(ميلاد) ورځ په نوښتي  ډول ولمانځل شوه



دكب ۲۶ مه نيټه


په ميدان وردګ ولايت كې د حضرت محمد(ص) د زو كړې (ميلاد نبي)  د اونۍ اخرې ورځ د څلور زره ګډونوالو په ګډون په  نوښتي ډول ولمانځل شوه


د حضرت محمد (ص) زوكړې عملي تمثيل ترسرليك لاندې چې دميدان وردګ ولايت په مركز ميدانښار كې جوړه شوې وه ،پكې دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي،په ملي شورا كې دميدان وردګ ولايت استازو، ولايتي شورا غړو،سيمه ييزو شورګانو استازو،علماؤ ګرامو، قومي مشرانو،جهادي قوماندانانو او دولايت د نهو (۹) ادارې واحدونو څخه څلور زرو(۴۰۰۰)د ميلادنبي مينوالو برخه واخيسته،غونډه دقرانكريم په مباركو اياتونو پيل شوه ،ورپسې  ملي سرود وغږول شوو،وروسته دهزاره ورونو په استازيتوب مولوي واعظ زاده،دعلماؤ په استازيتوب مولوي شيرين،ولسي جرګې غړي محمد رضاء رضاي،قومي مشر محمد اسحاق دقيق،ولايتي شورا ريس محمد حضرت جانان ويناوې وكړى ټولو په خپلو ويناوو كې دحضرت محمد (ص) په سيرت او اخلاقو رڼا واچوله  او دملي پخلاينې او دسولې دخبرو اترو څخه يي ننګه وكړه او همدارنګه  دوۍ په خپلو ويناوو كې د ټولنيزوشتمنيوپلچكونو،ښوونځيو،سړكونو.دولتي ودانۍ ورانول يي وغندل او ددې دمخنوي په اړه يې  د هر ډول همكاريو ژمنه وكړه، دغونډې په پاى كې دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي هراړخيزه جامع ويناء وكړه ،ښاغلي والي په خپلو خبرو كې  د رسول الله (ص) په په عملي ژوند هراړخيزه رڼا واچوله  دده رسالت يې د ټولې نړۍ لپاره يو ښه زيرې وباله ترڅو موږ وكولى شو چې دحضرت محمد ص ټول پغامونه چې دټولنې دهوساينې لپاره دي په خپله ټولنه كې پلې كړو همدارنګه رسول الله ص د نفس د تذكيې باندې ډير ټينكار كړې دي چې بايد موږ دغه دنفس پاكوالې په خپل ژوند كې  عملي كړو  د اداري فساد  او بډې اخيستنې په مبارزه رغنده ګامونه پورته كړو،ښاغلي فدايي په خپلو خبرو كې د جهاد په اخلاقو هم  رڼا واچوله چې رسول الله ص فرمايي دكافرو سره په جنګ كې د هغوۍ مالونه،فصلونه، ماشومان،ښځې او سپين ګيري د تعرض څخه خوندې دي خو زموږ مخالفين  چې هيڅ ډول اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوې نلري په هر ډول روانكارو عملونو باندې لاس پورې كوي، همدارنګه ښاغلي والي يوځل بيا د ملي شورا داستازو،ولايتي شوراغړو،قومي مشرانو او رغلو علماؤ لارې يوځل بيا د دولت په مخالفو وسلوالو غږ وكړو چې دسولې بهير سره يوځاى شي او دخپل هېواد په ودانولو كې خپله اسلامي او ملي وجيبه سرته ورسوئ.


ديادونې وړ ده چې دحضرت محمد (ص) زو كړې په وياړ دميدان وردګ ولايت والي دټول ولايت په كچه  (۳۰۸)  جوماتونو د رغاولو او تجهيزولو اعلان وكړو چې د پنځو لكو امريكايي ډالرو په ارزښت به په دغو جوماتونولګښت راشي او په راتلوونكى اونۍ كې به يي كار پيل شي.همدارنګه ددغه غونډې پاى كې د هررياست ترنامه لاندې ځانكړې خونې جوړې شوې وي چې (۳۰۰) سوه كونډو،يتيمانو،معويبينو،ګډوالو او اړو كسانو سره دسرې مياشتې،ګډوالو ، دښځو چارو او كار او ټولنيزو رياستونو لخوا د ښاغلى والي لخوا مرستې ووېشل شوئ،همدارنګه (۲۰۰) تنوعلماؤ،؟(۱۰۰) تنو دسپورت لوبغاړو او (۲۰) تنو دولتي  ادارو مسولينو ته ستاينليكونه وركړل شول  او هم  دسپورټ دولس (۱۲) كلپونه پرانيستل شول او دښاغلي والي لخوا دتيكواندو او بوټبال دوه ټيمونه ته د دوۍ د دويم مقام د ترلاسه كولو په وياړ (۲۰۰۰۰) شل زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه ،دغونډې د وياړ په خاطر (۸) تنه بنديان دبند نه ازاد شول او دسولې سپينې كوترې او پوكاڼۍ ددوۍ لخوا والوزول شوى، دعامې روغتيا رياست لخوا د زرو تنوناروغانو وړيا درملنه او د ينې وركولو ځانكړې ګروپونه د ددې ورځ په وياړ جوړ شوې وو او هم د كرنې اومالدارۍ رياست لخوا د بوټو د كښينولو لړۍ دښاغلى والي لخوا د بوټې په كښينولو پيل شوه.