کور / اسلامي / دطلاقو صحيح طريقه

دطلاقو صحيح طريقه

 


دطلاق شرعی هدف او حکمت ته مو مخکې اشاره وکړه چه طلاق د سختی ناچاری  په صورت  يوه ورستی چاره ده  که نو الله ج  ته د دوستی اوخپلوی پريکول خوښ ندی .


نوځکه اسلام خپلو پيروانو ته په دې اړه د سخت  احتياط حکم کړي دي .


که خدای ج مه کړه څوک مجبورشول  نوبيا به په سنته طريقه عمل کوي . 


د طلاق ورکولو دری طريقی دی اګرچه په دريو واړو طريقو سره طلاق واقع کيږي – مګر دوه طريقې د سنتو موافق دي او دريمه طريقه د سنتو خلاف ده . 


۱- طلاق احسن : د طلاق غوره طريقه احسن طلاق دی چه پر يو ځل دری طلاقه نه ورکوي بلکی يواځی يو رجعی طلاق ورکوي .دا طلاق به د پاکی (چه په حيض کې نه وي ) په وخت کې وي او هم به پدی موده د پاکی کښي ورسره نه يوځای کيږي ، د همدی يوه طلاق ورکولو نه پس به دا ښځه د عدت (دريو حيضو تيرولو) مودی پوری په خپل حال وي.


دا ځکه تر ټولو غوره طريقه ده چه پدی تقريباً دريو مياشتو کې به سړی پر خپل اقدام ښه غوراو فکر وکړی اوښځه به هم د خپلو هغو کړنو په اړه چه خاوند يې تکليف کړی ښه غور وکړي او د خپل خاوند د رضامندی لاری به ولټوي. 


۲- طلاق حسن : داهم د طلاق لپاره دوهمه غوره لاره ده ، چه ښځی ته يو  طلاق په طهر يعنی د حيض نه پاکی په ورځو کې ورکړي بيا د دوهم حيض نه پس د دوهمی پاکی انتظار د وکړی او پدی کې دې دوهم طلاق ورکړي .


پدی صورت کې هم سړی ته موقع په لاس ورځی چه په خپله فيصله له سره ښه فکر او غور وکړي او ښځه به هم خپل خاوند په رجعت باندی راضی کړي .


او که چيری ددی نه پس هم دی پخپله فيصله کلک وي نو بيا دې دريم طلاق ورکړي اوس ددی نه پس پده باندی ښځه بلکل حرامه شوه – پدی کې داهم شرط دی چه پدی موده کې به له ښځی سره جماع نکوي . 


۳- طلاق بدعت :  طلاق بدعت دادی چه پر يو ځل دری طلاقه ورکړ شی ، مثلاْ دا ووايی چه ته په دوو يا دريو طلاقو طلاقه يی يا دری ځلی ووايی چه ته طلاقه يې طلاقه يې  طلاقه يې  يا د حيض په حالت کې طلاق ورکړي يا د هغه پاکی په حالت کې طلاق ورکړی چه ورسره يی جماع کړی وي .


نو پدی ټولوصورتونو کې طلاق پريوځی ، څرنګه چه د طلاق طريقه يی غلطه استعمال کړی نو دا سړی ګنهګار شو . او دا طلاق د غلطی طريقی سره سره ځکه پريوځی چه هر سړی ته  د دريو طلاقو  اختيار دی . 


ظهار                                                                                                                                                                              خپله ښځه له يوی داسې ښځی سره تشبح کول يا له هغه سره برابر ويلو ته چه د هغه سره هميشه نکاح حرامه وی لکه : مور ،خور ،دپلار خور ، دمور خور او نور .


يا دهغه دکوم اندام سره تشبح کول ته  ظهار وايي .


مثلاً يوه چا خپلی ښځی ته وويل ته زما لپاره زما د مور په شان حرامه يی يا زما د خور په مثل حرامه يی  نوکه دده نيت د طلاق نه ؤ نو ظهار منځ ته راغی  نو اوس له خپلی ښځی سره تر هغه نشی يو ځای کيدای څو پوری چه دظهار کفاره ورنه کړی .


خوکه دعزت يا هسی بی ځايو فضولو خبرو په نيت وی نو ظهار  مينځ ته نه راځی  خو داډول خبری هم بی ځايه دی ځان ساتل ورڅخه پکار دی .


اوکه هدف يا نيت يی طلاق وی  نو يو طلاق باين به منځ ته راشی  اوکه نيت يی داوی  چه زه به له خپلی ښځی سره نه يوځای کيږم نو بيا به ظهار شی .


په لنډ ډول که يې هدف عزت اوټوقی وي  نودا دروغ ويل هم په کار نه دي ، که يې هدف طلاق وي  اواشارتاً يې دا الفاظ کارولې وي نو طلاق بائن به منځ ته راشي له سره به نکاح کوي ، اوکه هدف يې دا وي چه له ښځی سره به مې نه يوځای کيږم نو دا به ظهار شي.


د ظهار شوی ښځی سره خبری کول رواه دی  مګر جماع او نورڅه تر هغه پوری حرام دی څو پوری يی چی کفاره نه وی ادا کړی .


د ظهار کفاره :


دوې مياشتی پرلپسی روژه نيول  يا شپيتو مسکينانو ته ډوډی ورکول  يا شپيتو مسکينانو ته د صدقه فطر برابر غنم يا دهغه قيمت ورکول . 


يادونه : دطلاق په باره کې نور احکام هم شته ولی مهم خوپاس ذکر شول د نورو مسائ لپاره علماء کرامو ته ورشي .


ددي مضمون له نشر څخه زمونږ هدف  داوه چه  له خپلو خبرو سره سخت احتياط پکار دی اوبل څه ناڅه  پوهه حاصلول .


 


   hamdullah_610@yahoo.com


بيا کتنه : مولوی عبدالقدوس مظهری