د پاكستاني امنيتي مقامات وايي د لاهور ښار له يوې سيمي څخه يې پنځه افغانان د ترهګرو بريدونو په تور نيولي دي.
د لاهور پوليس وايي دغه كسان يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په داسي حال كي ونيول، چي د عملياتو دپاره يې د قبايلي مشر بيت الله مسود د لارښوونو انتظار كاوه.
د پوليسو په وينا له نيول سوو افغانانو سره د ښار د حساسو دولتي ودانيو نقشې هم ورسره وې، چي غوښتل يې د بريدونو پر وخت كار ځني واخلي.
د لاهور امنيتي مقامات وايي دغه كسان يې يوه پټ زندان ته د نورو تحقيقاتو په خاطر انتقال كړي دي.