کور / تازه خبرونه / شانګهاى د افغان وضعي په اړه كنفرانس جوړوي

شانګهاى د افغان وضعي په اړه كنفرانس جوړوي


تمه ده چي راتلونكې هفته به د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانكي مون په ماسكو كي د شانګهاى سازمان په هغه كنفرانس كي ګډون وكړي چي د افغانستان د روان وضعيت په اړه جوړېږي.
د شانګهاى سيمه ايز سازمان چي د روسيې او چين له خوا د منځنۍ او جنوبي آسيا د ځينو هيوادونو څخه جوړ سوى دئ، غواړي د راتلونكي اونۍ په غونډه كي د افغانستان حالات وڅېړي.
ملګري ملتونه وايي د ماسكو په كنفرانس كي چي د مارچ پر ۲۷ – مه نېټه به داير سي، د شانګهاى سازمان غړي هيوادونه د افغانستان امنيت، د نشيي موادو كښت او قاچاق او همدا راز پر ګاونډيانو د افغانستان د خراب وضعيت تاثير پكښي څېړل كېږي.