له کښې راغلې پورته تلې په ديد دې ډېري مړېدې
له خولې دې جار سم دا نازکه څو خبري راته وکه
دا کاکړۍ غاړي دي چي د کاکړو په قوم کي رامنځته شوي او د پښتو ولسي ادب غني برخه ګرځېدلې ده، ددغه ژانر په هکله د سويلي پښتونخوا شاعر او ليکوال ښاغلی صادق ژړک او شاعر او ليکوال عبدالغفور ليوال راسره خبري کوي، خو په سر کي به له ښاغلي لېوال څخه وغواړو چي ددغه ژانر د جوړښت په اړه راته خبرې وکړي:
لېوال: زه غواړم يوې مسلې ته اشاره وکړم هغه دادي چي کاکړۍ غاړي دپښتو ژبي تر ټولو لرغونی، اصلي او بومي قالب دی چي مخکي لدې چي يو شمير پردي يا د نورو ژبو قالبونه پښتو ادبياتو ته راشي لکه بدلې او نور قالبونه کاکړۍ غاړې او نارې هم داسې قالبونه دي که لنډۍ سروکي او دا نور ولسي فورمونه د پښتو زاړه شفاهي قالبونه وبولو نو زه فکر کوم چي بدلي او کاکړۍ غاړي حتی په مدونو شعرونو کي راتلی شي، پټي خزانې وکړای شول د هغو قالبونو يو شمير بېلګي موږ ته راوپېژني چي له عربو څخه د راغلو قالبونو تر رامنځته کيدو پخوا په پښتو کي رواج وې، زه فکر کوم چي هغه بدلي دي، بدلي يو فورم دی او تاسې يې ډېر ښه قالبونه په پټه خزانه کي لېدلای شي، په پټه خزانه کي ددغو قالبونو موجوديت دا ښيي چي دوی بايد زرګونه کلونه عمر درلودلای وای چي دغه پوخوالي ته رارسېدلې وي. زه فکر کوم له نورو مکملو قالبونو سره د کاکړيو توپير دادی چي لنډۍ د بېلابېلو خلکو لخوا د يوې مصرې په چوکاټ کي ويل کيږي خو ولي يې موږ د لنډۍ په څېر په نګه شفاهي قالبونو کي نه شمارو دليل يې دادی چي کله کله څو پرله پسې کاککړۍ غاړي د يوې محتوا دوام هم راوستی شي تاسې به ځينې تاريخي واقعې، د اتلوليو ځينې کيسې او ځينې ټولنيز مسايل په څو کاکړيو کي وګوری او دا يو توپير دی دا کار په لنډېو کي ډېر نه کيږي او څرنګه چي په کاکړيو کي کيږي زه فکر کوم چي د يو بشپړ مدون قالب په توګه يې هم موږ پېژندلای شو. نو ځکه زه دا د بدلو او نورو بومي زړو او اصيلو پښتني قالبونو په ډله کي شمارم.
ژړک صېب که راسو دې ته چي کاکړۍ غاړي په څو ډولونو وېشل سوي دي؟
ژړک: ما چي تر کومه څېړنه کړې کاکړۍ غاړې په پنځه ډوله دي، لومړی ډول يې کږې غاړي دي، لکه :
زه نرۍ پاتوله ځم د ږوب لوړې که دلې راکړه
دا کږې غاړي دي، لدې پرته د غاړو څلور ډولونه لري چي هغه وزن لري، لومړی يې آزادې غاړي دي لکه:
تر ساړه شمال دي جار سم، تر پۍ پورته خراسانه
او دوهم يې هغه دي چي يواځي رديف لري لکه:
ازلي قلم مي خوار دی سپينه ژوند مي په زوال دی
او درېيم هغه غاړې دي چي يواځې قافيه ولري لکه:
په وډر دي ستی کورونه، رب دي ژرګي کي لوی غرونه،
او يا هم لکه تاچي وويل: له کښې راغلې پورته تلې په ديدن دې ډېری مړېدې
څلورم ډول يې چي قافيه او رديف دواړه ولري لکه:
په ديه ارمان به مړه سو که به ګډ په پښتانه سو
نو زما د څېړنو له مخې کاکړۍ غاړې په دې پنځو شکلونو او قالبونو وېشلای سي.
لېوال صېب تاسې خو ازاد شعر ليکی او د ژړک صېب په خبره په کاکړيو غاړو کي هم آزاد فورم موجود دی، فکر نه کوی چي آزاد شعر نه يواځې د پښتو يو فورم دي بلکه له دري يا فارسي څخه ندی راغلی
لېوال: ډېر پخوا هغه وخت چي لا د ګاونډيو ژبو قالبونه او صنفونه پښتنو ته نه وو رامعرفي شوي موږ يو شمير بې دودي ګورو او دغه بې دودۍ په بېلابېلو فورمونو کي سته تاسي به د موسيقۍ په پارچو کي داسې سروکي وويني چي هغه مطلق آزاد فورم لري:
ګډ سو د لونګو لو ګډ شو
چي لونګ ګډسي بيا به لاس تر غاړې ځونه
دا يو مطلق آزاد شعر دی، تاسي يې په هيڅ فورم کي نسی راوستلای، کلونه کلونه پخوا بلکي پېړۍ پېړۍ پخوا تاسي ددغه شعر تاريخچه نسی په ګوته کولای، ځکه چي دا د ولس په منځ کي وجود لري او کاملاً ولسي شعر دی، خو مطلق آزاد شعر دی، زه فکر کوم چي په کاکړيو غاړو کي د آزادو کاکړيو غاړو موجوديت يو بل دليل دی ددغسې دلايلو ترڅنګ چي آزاد فورمونه له نورو ژبو پښتو ته ندي راغلي بلکه ډېر پخوا داسي شاعران وو چي د اړتيا پر اساس ددې لپاره چي ټوله موضوع ورسوي او خپله فکري او هنري منځپانګه د وزني قالبونو د قافيو او رديفونو قرباني نه کړي آزاد فورمونه يې ويلي لکه:
زه چي کښېنم ستا ترڅنګ – اخلم له ګردې دنيا خوند
پر نازک میمک یې خور – مي سې پړونی پرما زوړ
شاوخوا خلک ولياړ – لېونو نسته ده ګاهی وار
دا بېلګي له دريو خواوو ازاد دي، له يوې خوا قافيه پکي نه ده مراعات شوې، بل د کاکړيو غاړو مطالعه د داخلي آهنګ له مخې په هره دريمه طاقه څپه باندې خج راځي دا يې معمول دی خو په دې بېلګه کي چي ما ولوستې پدې کي خجيز توازن هم آزاد دی، که چيري يې دهمدې ګړدود لوستونکی ولولي سړی واضح پوهېږي چي دلته خجونه په متفاوتو طاقو څپو راځي نو زه فکر کوم چي که پدې برخه کي څېړنه وسي نو دا ثابتېدای شي چي کاکړۍ غاړې ډېري پخوا آزادې شوې او زموږ پښتنو شاعرانو قالبونه د خپل هنري اصالت لپاره مات کړي دي
ژړک صېب کي دې ته راشو چي په ځينو کاکړيو کي بدلون راغلی، مثلا لکه چي تاسې يوه بېلګه وويله چي : په د يه ارمان به مړه سو يا به ګډ په پشتانه سو، بل ځای داسې راغلې چي: په د يه ارمان به مړه سو يا به بيا په ديد ماړه سو.
ژړک: لکه چي تاسي ته هم مالومه ده چي په ولسي ادب کي هغه که غاړه وي، که لنډۍ وي که سروکي وي او که د اتڼ ناره وي په سيمو پوري اړه لري په کندهار او کوټه کي به يو راز ويل کيږي خو په خوست او پکتياکي په بل ډول وي، کاکړۍ غاړه به په ژوب کي په يو ډول چي د ږوب سنځرخيل يې څه ډول وايي خو د بوري په سنځرځېلو کاکړو کي به بل ډول وي خو په څنګ کي به يې په موسی خيلو کاکړو کي په بل ډول وي، نو د سيمي توپير او بېلابېلي زۍ او خيلۍ بدلېږي او دا غاړي، لنډۍ، نارې، سروکي دا هم لږ او ډېر توپير لري.
لېوال صېب که څه هم ولسي يا شفاهي ادب ليکلی او ټاکلی تاريخ نلري خو پدې برخه کي اټکلونه سوي لکه د لنډيو په اړه اټکل سوی چي دا به دومره زره کلن تاريخ لري د کاکړۍ غاړو په اړه دا اټکلونه تر کومه ځايه رسېږي؟
لېوال: ما مخکي يوه اشاره وکړه چي کاکړۍ غاړي له لنډيو سره توپير لري البته يو شمير لنډۍ يو شمير يې تاريخي پېښو ته اشاره لري لکه د انګريزانو پر ضد د مبارزې د وخت لنډۍ سته چي بې شميره دي خو دا د يوې لنډۍ په قالب کي دي خو کاکړۍ غاړې پرله پسې څو غاړي د يوې موضوع لپاره ګوښې سوي دي زه فکر کوم چي له همدې امله يې موږ په بشپړه توګه له ولسي فورم څخه بېلوو او د ثبت په وخت کي په مدونو ادبياتو کي راتلای سي لکه:
و پانسۍ ته يې خېژاوۍ
شېرجان سیګرېټ ولګاوۍ
شېرجان خوی د غازي وکۍ
د کاکړو رنګ يې ښه کۍ
دا يوه داسې کاکړۍ غاړه ده چي ادامه لري او دا د کاکړو د يو اتل او داسي چا چي د انګريزانو په مقابل کي یې په جګړه کي ونډه اخيستې وه او بالاخره يې پانسۍ ته خېژاوه او هغه هماغه وخت هم د ژوند په مقابل کي خپله بې پروايي څرګنده کړې وه، دا يوې واقعې ته اشاره ده په څو کاکړيو غاړو کي داسې يوې واقعې ته ګوښې شوې چي له هغې تصوير را اخيستل شوي يوه بله ځانګړتيا په کاکړيو غاړو کي دادی چي يو لوي تصوير تاسي په څو کاکړيو غاړو کي ليدلای سی چي هره کاکړۍ غاړه د دغه لوی تصوير تصويري جز يوه تصويري ټوټه ترسيموي او دا لکه خښتي پر يو بل اېښودل کيږي او يو تصوير جوړوي، زه فکر کوم چي د ځينو کاکړيو غاړو تعريف، موقعيت او دپیښي څرنګوالي ځکه معلومولای سو چي په يوې پیښي او تاريخي مسلې پوري مربوطي دي، خو زه باور لرم چي ډېري داسي کاکړۍ غاړي سته چي تاسي نه پوهېږی چي ښايي څو پېړۍ پخوا او هان څو زره کلونه وړاندي ويل شوي او دا زيات تحقيق ته اړتيا لري او زه فکر کوم چي کله کله د ژبني جوړښت، زړو کلمو او پخوانيو لهجوي توپيرونو له مخې کولاي سو چي د ځينو کاکړيو عمر وپېژنی او زه فکر کوم چي اوسني ژبپوهنه او نننی هنر پېژندنه، د کلماتو د جوړښت علم او د رېښې پېژندنې علم مرسته کولاي شي چي د ځينو کاکړيو عمر وپېژندلاي سو.
ژړک صېب کاکړۍ غاړې د نورو ولسي ژانرونو په پرتله ډېر ژر د سيمي انځور اخيستلاي سي، او ډېر ژر ځيني کلمي اخيستلاي سي، مثلا وايي:
ګرانه راسه چي توکل کړو، زما چارګل په سګرېټ ورکړو
هغه ورته په ځواب کي وايي:
زما دې خاوري سي ځواني، چي ستا چارګل پرسګرېټ ځي
ددې لامل په څه کي بولی چي ډېر ژر د سيمي د حالاتو انځور او کلمي را اخيستلای شي؟
ژړک: اصلا زموږ په سيمه کي اوس هم ټول ولس په تېره بيا ښځمنې، نجونې او زموږ خويندې اوس هم په غرونو کي په ګودرونو د غاړو په ژبه سره خبري کوي، نو هر وخت چي زموږ ټولنې ته عصري نوی څيز را داخل سوی نو بېرته په دې غاړو کي بېرته راغبرګ سوي دي چي لدې ولسه زيږي. نو له همدې امله د پرديو ټکو او کلمو راتګ لکه د ګاډۍ، لارۍ، سګرېټ هم په غاړو کي ځای ومونده او څه شی چي په ژبو کي موجود وي نو هغه په ولسي ادب کي انعکاس مومي.
لېوال صېب ټولنپوهان ټول انسانان له يو بشر سره پرتله کوي او وايي چي که يو انسان د نړۍ په هره برخه کي کومه اختراع وکړي نو ټول انسانيت ورڅخه ګټور کيږي نو دغه کاکړۍ چي د پښتنو يو قوم رامنځته کړې نو ښه به نه وي چي ټول پښتانه دغه ژانر راواخلي او کار يې کړي.
لېوال: زه فکر کوم چي يواځې لنډۍ موږ خلکو ته ندي ورپېژندلې، ډېر زيات کار بايد وسي، چي دا لويه هستي خلکو ته ورورسول سي، زه باور لرم که لنډۍ نورو ژبو ته وژباړل سي تحقيق پرې وسي څو زره ځله له جاپانۍ هايکو څخه جالبې دي او کاکړۍ غاړي د پښتو ژبې يوه بله زيرمه ده چي په هيڅ صورت له لنډۍ کم مقام نلري بلکه په ځينو مواردو کي ډېر حساب پرې کيداي سي او يو دليل يې همدادی چي له متحوايي پلوه په يوه لړۍ کي راتلی سي، او د ډېر کار وړ دي خدای دې د افغانانو او پښتنو څېړونکو ته دومره وس ورکړي چي دا لويې خزانې او زيرمي نورو ژبو ته ورپېژني، زه فکر کوم چي لنډۍ، کاکړۍ، سروکي، نارې او بدلې ټول اصلي بومي قالبونه نه يواځې د پښتنو بلکه د ټول بشريت ګډ فرهنګي ميراث دی، کاشکي بشري ټولني له پښتنو سره مرستي وکړي او په پښتنو کي دومره همت پيدا سي چي دغه بشري ګډ ميراث ټول بشريت ته ورسوي او دغه خوند يواځي د پښتنو په غرونوکي محصور پاتې نسي، بلکه دا ډېرکار ته زياته اړتيا لري او که پښتانه يې ونه کړي فکر نه کوم چي بل څوک يې ورته وکولای سي.
ژړک صېب که راته وواياست چي په سيمه ايزو شاعرانو د کاکړيو غاړو اغيز څرنګه دی؟
ژړک: دا يو منل سوی حقيقت دی چي د هري ژبي ولسي ادب د هغې ژبي په شاعرانو په تېره بيا هغو شاعرانو چي په کلو کي ژوند کوي ډېر اغېز کوي، د بېلګې په توګه زموږ په سويلي پښتونخوا کي ګڼ شاعران دي چي د بېلګې په توګه به ترې دروېش دراني ياد کړم، هغه ډېر وتلی او نوموتی شاعر دی هغه وايي:
دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه
خو دغه کار يې هم وکړ په زور د پښتانه
خو د اتلس سوه اته خلوېښت د دورې د کوټي د غزا په اړه يوه غاړه ده: سره په زور زورور نه وو خو په څنګ کي يې پښتانه وو.
خو دغي کاکړۍ غاړي د دروېش صاحب پر شعر اغيز کړی ځکه هغه هلته په کوټه او پښين کي رالوی سوی او ددغي غاړي اثر يې اخيستي دی. دغه راز يو بل شاعر چي زه يې ډېر احترام کوم رازق فهيم دی د هغه تر يو شعر پوري مي يوه غاړه راياده سوه:
پردېسۍ څونې آزاد کړې
ما ژړل چي به چا ياد کړې
د فهيم يو شعر دی:
پردېسۍ به د يو چا لېمه لانده کړل
دا فهيم چي به په نجونو کي چا ياد کړ
دا زموږ هغه وتلي شاعران دي چي ځانته يې نن يو حيثيت موندلي دی، زموږ په سيمه کي داسې يو شاعر نشته چي پر هغه به د کاکړۍ غاړو، د اتڼ د نارو يا د سروکو يا دنورو ولسي سندرو اثر نه وي، طبعا دا په ټوله نيا کي د ولسي ادب اغېز پر شاعرانو باندې وي.
ژړک صېب د کاکړيو د لرغونتوب په اړه غواړم ستاسي نظر هم واورو:
ژړک: داسې غاړي يا لنډۍ په لاس کي لرو چي هغه وخت ترې اټکلولای سو، دا رنګ ډېرې بېلګي سته خو زه يې يوه بېلګه راوړم لکه:
وڼه کږیږي د مڼو
تیر سول ډيلي له پر اسو
دلته د ډيلې په کلمه کي د لوی اتل احمد شاه بابا کارنامو ته اشاره سوي، خو که نور داسې تصوير په دې غاړو کي نه وي چي هغه مهال په ګوته کړای شي ډېرې داسې کلمي موندلای سو چي په پښتونخوا کي يا حتی په کاکړستان کي هغه متروک سوي دي، يا ډېري داسې محاورې سته که چيري هغه وڅېړل سي نو د هغو لرغونتوب څرګندېږي لکه: اوس موږ د سهار لپاره سهار يا ګهيځ وايو، خو زموږ په سيمه کي په غاړو کي د ګانی کلمه ژوندۍ ده چي د سهار معني ورکوي، او برنۍ هم د ماښام لپاره کارېږي داسي ډېر لغات او محاورې سته يا هم ډېرو واقعاتو ته پکي اشارې سته چي ترې ثابېږي چي دا څومره لرغوني دي بيا نو لازمي خبره ده چي يو قوم له کومه وخته را پېل سوی، زېږدلی او له کومه مهاله اوسېدلی نو دا ولسي ادب د هغوی بنيادي ادب دی او د هغوی لومړنی ادب دی دا چي دا پښتون قوم څومره تاريخ لري او څومره لرغونی دی په همدې توګه د هغوی ولسي ادب هم هومره لرغونی دی.