کور / تازه خبرونه / هلمند: دولسي جرګې يو مشهور استازی وژل سوئ دئ

هلمند: دولسي جرګې يو مشهور استازی وژل سوئ دئ

نن 19\3\2009 دهلمندولايت مركزلښكرګاه ته نژدې په ولسي جرګه كي د دې ولايت يوتن مشهور استازى امير داد محمد خان مشهور په (ميردادو) د يوه مځكني ماين په چاودنه كي د دوو تنو ساتونكو سره يوځاى ووژل سو نوموړي د طالبانو د سقوط څخه وروسته د هلمند ولايت د استخباراتو د رئيس په توګه دنده پرمخ وړله چي وروسته بيا د دې ولايت څخه ولسي جرګې ته د استازي په صفت غوره كړل سو.
د داد محمد خان د وژني پړه تر اوسه كومي مخالفي ډلي نده منلې.
دادمحمد خان د كمونستانو په حكومت كي هم په هلمند كي د ملېشو مشهور قومندان وو، چي وروسته د مجاهدينو په حكومت كي هم د خپلو ملېشو په زور پاته وو، نوموړى د طالبانو تر راتګ وروسته له هيواد اېران ته مهاجر سو او د ۲۰۰۱ كال تر اوښتون وروسته بيرته په هلمند كي واك ته ورسېد.
امير دادمحمد شخصي دښمنۍ هم درلودې، چي په ۲۰۰۶ كال يې د كورنۍ غړي، مېرمني او ماشومان د شخصي دښمنانو له خوا په ډله ايزه توګه ووژل سول.