کور / تازه خبرونه / د علم دښمنانو ۴۱۵ زدكوونكي له زدكړو بې برخي كړل

د علم دښمنانو ۴۱۵ زدكوونكي له زدكړو بې برخي كړل


د خوست څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي تېره شپه نامعلومو كسانو يو ښوونځى په بمونو الوزولى دئ.
د خوست د معارف رياست يوه چارواكي موسى مجروح وويل د چاودنو له امله د ښوونځي ۲۴ اطاقه له منځه تللي دي.
د نوموړي په وينا د دې ښوونځي په له منځه تلو سره ۴۱۵ زدكوونكي چي ۱۸۰ يې نجوني وې د زدكړي له نعمت څخه بې برخي سول.
كه څه هم افغان حكومت د دې ډول پېښو مسئوليت د طالبانو پر غاړه اچوي، خو طالبان وايي دوى له ښوونځيو سره مخالفت نه لري.
دا ښوونځى پر داسي مهال ورانېږي، د افغانستان د معارف وزارت وايي سږكال به د جنګونو له بېري ټول تړل سوي ښوونځي بيرته پرانيزي.