کور / تازه خبرونه / ننګرهار: زلمى خليلزاد دي ځان كانديد كړي

ننګرهار: زلمى خليلزاد دي ځان كانديد كړي


تېره ورځ د ننګرهار په ولايت كي په سوونو كسانو د يوې غونډي په ترڅ كي له هغي غونډي څخه ملاتړ وكړ، چي د رواني اونۍ په پيل كي په دوبۍ كي د زلمي خليلزاد تر مشرۍ لاندي جوړه سوې وه.
د غونډي برخه والو د امريكا له پخواني سفير زلمي خليلزاد څخه وغوښتل چي د افغانستان را روانو جمهوري رياست انتخاباتو ته ځان كانديد كړي او نوموړى يې په اوسني وخت كي په ملي او نړيواله كچه مطرح سياستوال وباله.
په خټه افغان زلمي خليلزاد په تېرو كلونو كي د امريكا په حكومت بېلابېلي لوړي دندي پر مخ بېولي او د طالبانو تر نظام را وروسته په افغانستان كي د راغلو تحولاتو د پاليسي جوړوونكو څخه دئ.
ښاغلى خليلزاد تېره اونۍ په داسي حال كي په ناڅاپي توګه افغانستان ته راغئ، چي افغان ولسمشر حامد كرزى په تهران كي وو او نوموړي د هغه په غياب كي د جهادي او قومي مشرانو سره وليدل.
د خليلزاد په اړه تېر كال هم په نړيوالو مطبوعاتو كي  داسي خبرونه راغلل، چي ګني نوموړى غواړي د حامد كرزي په مقابل كي ځان كانديد كړي، خو نوموړي به هر ځل دغه راپورونه ردول.
په ۲۰۰۶ كال د لندن په كنفرانس ښاغلي خليلزاد ولسمشر كرزي ته مخامخ خپل خيال څرګند كړى وو، چي ويل كېږي له هغه وروسته يې د كرزي سره اړيكي خرابي سوې.
افغان څېړونكي وايي د ښاغلي خليلزاد له وروستيو هڅو څخه ښكاري چي نوموړى د افغانستان جمهوري رياست ته د كانديدۍ نيت لري.
كه څه هم ښاغلي خليلزاد د خپلي كانديدۍ په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د دوبۍ كنفرانس او د ننګرهار غونډه لومړنۍ ښكاره هڅي ګڼل كېداى سي چي هغه غواړي د افغانستان راتلونكى مشر سي.
د دوبۍ په غونډه كي چي د خليلزاد په نوښت جوړه سوې وه، د افغانستان د بهرنيو چارو پر وزير ډاكټر رنګين سپنتا سربېره، احتمالي كانديدانو پوهاند اشرف غني احمدزي، ډاكټر علي احمد جلالي، ګل آغا شيرزي او د بهرنيو چارو پخواني وزير ډاكتر عبدالله هم ګډون پكښي كړى وو.
پوهاند اشرف غني احمدزى، ډاكټر جلالي، ګل آغا شېرزى او ډاكټر عبدالله د يوه ټيم كسان ګڼل كېږي، چي دوې مياشتي دمخه د امريكا د نوي رئيس جمهور د تحليف مراسمو ته هم بلل سوي وو.
افغان څېړونكي وايي پورتني كسان ټوله په يو نه يو ډول امريكا ته نيژدې دي، چي ښايي د خليلزاد په ګټه له خپلو كانديديو تېر سي.
سره له دې چي د دوى له منځه يوه هم د كانديدۍ رسمي اعلان نه دئ كړى، خو د څېړونكو په ګومان په يوه او بله بهانه د دوى د اعلان د ځنډ لامل هم د ښاغلي خليلزاد وروستي تصميم ته معطله دي.