د كندهار د سرحدي پوليسو قومنداني وايي پرون يې په دغه ولايت كي د پوليسو له يوه رنجر موټر څخه ۴۵۰ كيلوګرامه چرس نيولي دي.
د سرحدي پوليسو قومنداني وايي دغه رنجر څه وخت دمخه د پوليسو له يوه وركشاپ څخه تښتول سوى وو.
بلي خواته د زابل امنيه قومندان عبدالرحمان سرجنګ وايي له يوه لارۍ موټر څخه يې د تلاښۍ پر مهال د ۲۰۰۰ كيلوګرامه په شاوخوا كي تارياك نيولي دي.
دا په داسي حال كي ده چي تېره اونۍ د پكتيا امنيتي چارواكو په دغه ولايت كي د ۱۸۰۰ كيلوګرامه نشيي موادو د سوځلو خبر وركړ.
د افغانستان حكومت وايي سږكال يې د نشيي موادو سره د مبارزې چاري تر نورو كلونو چټكي سوي دي او په ډېرو ولايتونو كي يې د كوكنارو كښتونه هم په برياليتوب سره اړولي دي.
خو له دې ټولو هڅو سره-سره ملګري ملتونه وايي افغانستان به سږكال بيا هم د نړۍ د تارياكو تر ټولو غټ توليدوونكى هيواد وي.
ملګري ملتونه څو ورځي دمخه يو راپور خپور كړ، وايي سږكال په ډېرو سيمو كي د كوكنارو كښت خپل ځاى د چرسو كښت ته پرې ايښى دئ او چرس هغه نشيي بوټى دئ، چي ويل كېږي تر هرچا يې د پوليسو او ملي پوځ په ليكو كي ډېر څكول كېږي.