د افغانستان د ملي امنيت چارواكو د اوو شكمنو كسانو د نيولو خبر وركړ.
د ملي امنيت وياند سعيد انصاري وايي دغه كسان يې د طالبانو سره د تړاو په تور نيولي دي، چي ځينو يې اقرار هم كړى دئ.
نوموړي پرون خبريالانو ته وويل چي له دغو كسانو څخه يې داسي معلومات هم ترلاسه كړي چي د عدليې پر وزارت او د محبسونو پر رياست يې د تېري مياشتي په وسله والو بريدونو كي يې لاس درلودئ.
هغه وويل په نيول سوو كسانو كي يوه دا هم ويلي چي د جنوبي وزيرستان په يوه كمپ كي د حارث په نوم د پاكستاني استخباراتو يوه افسر د دغو بريدونو پلان او روزنه وركړې وه.