کور / تازه خبرونه / افغانستان: د سردار محمد داودخان فاتحه اخيستل كېږي

افغانستان: د سردار محمد داودخان فاتحه اخيستل كېږي

 


د افغانستان حكومت پتېيلې ده، چي په ټول افغانستان كي د پخواني ولسمشر محمدداود خان د فاتحې مراسم په رسمي ډول ترسره سي.


د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي د حوت پر ۲۶ – مه د سردارمحمد داود خان د جنازې تر مراسمو وروسته امر وكړ، چي په ټول افغانستان كي دي د پخواني ولسمشر فاتحه واخيستل سي.


سردار محمد داود خان د افغانستان لومړنى ولسمشر وو، چي په ۱۳۵۲ كال يې شاهي حكومت له منځه يووړ او د جمهوري نظام بنسټ يې كښېښاوه. د ارواښاد داودخان حكومت په ۱۳۵۷ كال د غوايي د كودتا له امله ړنګ سو او نوموړى د خپلي كورنۍ له ۱۹ غړو سره ووژل سو، چي دېرش كاله وروسته يې مړى وموندل سو او د حوت پر شپږويشتمه د رسمي حكومتي مراسمو په ترڅ كي خاورو ته وسپارل سو.


د سردار محمد داودخان د فاتحې مراسم همدا اوس په كابل، ننګرهار، مزار، هرات او كندهار ولايتونو كي روان دي.


د كندهار خرقې شريفي په جامع جومات كي چي دغه مراسم شروع دي، په ټينګ امنيتي تدابير نيول سوي او د په سوونو ښاريانو او دولتي مامورين برخه پكښي اخيستې ده.