کور / تازه خبرونه / PRT په ميدان وردګو کښي ١٢٩ ماشومان سنت کړل

PRT په ميدان وردګو کښي ١٢٩ ماشومان سنت کړل

په ميدان وردګو ولايت کي تېره ورځ (د کب په ٢٧مه) ١٢٩ کوچيني ماشومان د ولايت په ابتکار او د ولايتي

بيارغوني د ډلي په مالي لګښت سنت شول .

دا لومړى ځل دى چي په دي ولايت کي په دي کچه بي وزلي ماشومان سنتيږي .

د ميدان وردګو ولايت د والي وياند ادم خان سيرت وويل چي دغه بي وزلي ماشومان تېره ورځ د ترکيي

ولايتي بيارغوني د ډلي له مرکز سره ددي ډلي په مالي لګښت سنت شول .

سيرت وويل چي دغه ماشومان له مخکي سروي شوي وو او هغوي ته د پېژندني ځانګړي کاروتونه

ورکړل شوي وو.

ده زياته کړه چي له دي ماشومانو سره د درملو ، خوراکي توکيو، کمپلو او د نورو اړينو توکيو مرسته هم

وشوه .

سيرت وويل چي ددي ماشومانو کورنيو د هغوى د سنتۍ د لګښت او سمي درملني توان نه درلود.