موږ د رسنيو په اړه وايو چې رسنۍ هغه وسيله ده چې خلكو ته هغه پټ حقايق روښآنه كوي چې داورېدو او ليدو مستقيم تصور يي ناشونى وي يا په بل عبارت سره رسنۍ ددولت او ملت تر منځ دپول په حيث واقع دى چې دولت دخلكوله ستونزو او خلك ددولتونو له كړنو خبروي .
كه هر ډول يي تعريف كړو يا ورته هره اصطلاح وكارووخو دمدني ټولنې په رامنځ ته كېدواو پياوړي كېدو كې درسنيو له ونډې سترګې نشي پټيداى او همدغې ونډې رسنيو ته په ټولنه كې ځانګړى ځاى وركړى دى .
دتولنو جوړېدا، غوړېدا او دشفافوټاكنو د تر سره كېدا پړاوونه درسنيو په مټ برياليتوب ته رسيږي دټاكنو له ارزښته او پكې دخلكو دونډې داخېستو په اړه رسنيو داسې رول ادا كوى چې په غير مستقيم ډول خلك ددولت او حكومت په جوړېدو كې برخمنيږي.
همداراز په نړېوالو بدلونونو كې ترټولو ډېره ونډه درسنيو وه ځكه چې دشعور او فكر د تړاو او تړون يوازينۍ لار همدا رسنۍ وې .
خو په تاسف سره ووايم چې په كومه ټولنه كې رسنۍ له توازن او دقت څخه پښې اوباسي نو په هغه ټولنه كې ناخوالې زيږيږي .
داډول بې بندو باره يا به اصطلاح بې برېكه او بې موخې رسنۍ زياتره په هغو هېوادونو كې شتون لري چې تازه تازه زمونږ په څېر له جګړو راوتلي او په ټوله مانا دبارودو دوړې ترې نه وي څنډل شوي ، ځكه جګړه په يوه شيبه كې د مليونونو كلونو تاريخي ميراثونه او فرهنګي او كلتوري شتمنۍ لولپه كولاى شي په اصطلاح جنګ پر مادې ورانكاريو سربېره ډېرې مانوي ورانكارۍ او زيانونه په ځان پسې راوړي چې ددويمې برخې دجوړښت لار يوازې رسنۍ دي .
خو په افغانستان كې دا مسله معكوسه ده او دلته دجګړو پر مهال هم كورنيو او هم بهرنيو رسنيو دا حق نه دى اداكړى ځكه دجګړو پرمهال له افغاني رسنيو څخه ناوړه ګټه اخېستل شوې ده او يوازې دجګړييزو تبليغاتو په موخه دچاپ له ستوني تيريدى . درسنيو په نامه دخلكو دپارولو اودهېواد دړنګولو په لاره كې كار اخېستل كېده خو بيا يي هم ازادې ګنلې او دغې ډول ګڼلو دازادۍ دكلېمې باور تت كړ .
بل لور ته په افغانستان كې درسنيو تاريخچه هومره اوږده نه ده چې دسمون او پرمختګ ټول پړاوونه يي ګاللي واى خو درسنيو د شته وړتيا او اوسنۍ اړتيا ددې لامل شوه چې رسنې په ډېر لږ وخت كې اوږد واټن ووهي او داډول واټن وهل طبيعي ده چې بلا خامۍ لري .
په افغانستان كې رسنۍ له همداسې خاميو ډكې دي او پايلې ډېر وخت داسې راوځي چې خلكو ته دپرمختګ پر ځاي دپه شاتګ لاره اسانه وي يانې دخلكو شعور اودپوهي ټيټه كچه دخپرونو دسادګۍ غوښتنه كوي او داډير ځله محسوس شوې چې له رسنيو راپاڅېدليو پارونو درسنيو دازادو خپرونو مخه ډب كړې ده . دقومونو ترمنځ د تاوتريخوالي او كړكيچونو په رامنځ ته كېدو كې كله دكوچي او هزاره په نامه او كله دازبك او ترك تبارانو په نامه خونړي كش وګيرونه يي ښې او رڼې بېلګې بللاى شو .
كه خلل په دې لرې كيږي چې ګواكې له نړېوالو رسنيو كاپي ترسره شي نو ښايي تر هغې دمخه دنړېوالو ټولنو هويت اوماهيت زمونږ ټولنې ته راكاپي شي او دا كار سمدستي او سملاسي شونى نه دى يانې وخت ته تر بل هر څه ډېره اړتيا لري او وخت ته اړتياددې مانا لري چې اوس مهال رسنيو خپرونې له وخته وړاندې دي او دومره اډوانس كېدل به ددې پرځاي چې رسنيو ته پياوړتيا وروبښي درسنيو باور ته زيان اړوي چې دهغې جبيره به همداسې مهاليز واټن وهلو ته اړتيا ولري .
يوه ستونزه چې درسنيو دپراختيا او دتعدداو تشتت څخه رازېږېدلې هغه يو رنګي ده ټولې تصويري رسنۍ يو بل ته ګوري اود كټ مټ خپرونو جوړېدو سيالۍ پېل شوي دي . دا كار په چاپي ، غږيزو او تصويري دواړو رسنيو كې په لږ توپير سره ليدلاى شو .
په چاپي رسنيوكې د قلم او كلام عفت او اخلاقو ته پاملرنه كمه شوې او دتنقيد په چاپيريال كې دښكنځلوبازار تود دى همداراز په تصويري رسنيوكې د ملي فرهنګ ځاي دپرديو فرهنګي خپرونو نيولى او غږيزو رسنيو خو يوازې موسيقۍ ته كار ويلاى كله چې راديو راواخلۍ نو سړى حيران شي چې ګواكې په هيواد كې نور ټول كارونه او بشري پرمختګونه دټكنالوژۍ او نورو اسانتياوو سره هر څه بشپړ شوي او يوازې دېته اړتيا ده چې غوږونيسو او انګريزي ګيتار واورو ( !)
پر دې سربېره يو شمېر رسنۍ په مستقيم ډول د نورو ګاونډيو هېوادونو فرهنګ ته په چوپړ بوختې دي او هڅه كوي چې دړندو په روان تور بازار كې دافغانستان ملي كلتور او هويت ته پردۍ جامي ورواغوندي او ورو ورو يي دپرديتابه پر ستغ وروخيژوي .
پورته يادې شوې ناخوالي اوسمهال له هيچا پټې نه دي او دې مسلې دافغانستان درسنيو دروان بهير راتلونكې تر پوښتنو لاندې راوستې ده .
تاسو فكر وكړۍ چې په يوه هېواد كې داسې فرهنګي ناتار روان وي ايا درسنيو نه تمه څه ده او عمل كې څه روان دي؟ يانې داسې يو معيار نشته چې رسنيو ته په ګوته كړي چې اين راه كه تو ميروي به تركستان رفته است .
دعلماو شورا ، ملي شورا ، فرهنګي كميسونونه او لويه څارنوالۍ ټول ديوې رسنۍ د نامسلكي او غير اخلاقي خپرونې په مخنيوي بوخت دي خو وس يي نه رسي .
ايا څه فكر كوۍ چې ددې رسنيو تر شا كوم ځواك شتون لري چې په ډېره سپين سترګې دهېواد قوانين تر پښو لاندې كوي خو ليدل كيږي نه لامل يي ښايي داوي چې دا ځواك خو ځكه نه ليدل كيږ ي چې دا يو نه دي او خواو شا څه دپاسه څلوېښت هېوادونه په دې برخه كې درسنيو دتمويل له لارې غواړي دخپل موډ ډيموكراسۍ ته چوپړ وكړي په اصطلاح يو تور داب جوړ دى چې دوچو له زوره لامده هم پكې سوزيږي .
اوس نو په افغانستان كې درسنيو موضوع په اصطلاح دپاكستان لاهوري نيشنل اچار ته ورته ده چې هر ډول شيان او مصالحه جات په كې شته خو دټولو خوند يو شان دٰى او دكيفيت له مخې مخ په ځوړ او دكميت له مخې مخ په لوړه روان رسنيز بهير په حقيقت كې دهمداسې سرګردانۍ سره مخ دى په اصطلاح دړندو اټن دى پرس مالوم نه دى څوك په چپه تاويږي او څوك په ښۍ .
په داسې حالاتو كې درسنيو د پرمختګ او معياري كېدو لافې دسپېنې ورځې درواغ دي چې دڅو كهوسه مخو او نيك ټايي لرونكو په خوله باديږي هغه هم په دې هيله چې غواړي ټوله نړۍ پرې تېرباسي او هغه هم پرمختللې نړۍ.
داحالت بۀ تر كومه زمونږ په فرهنګ ساري او طاري وي او لرغونى او قديم افغاني فرهنګ به دطاووس په څېر سل اويو رنګونه ولري دې پوښتنې ته ښايي هر څوك بېل ځواب ولري خو زما په اند درسنيو د سمون په موخه لاندې وړانديزونه درسنيو همكارانو او جواز وركونكو لوريو ته كه په مخ كې كېږدو او لږ پام ورته وشي نو ښايي كه په ټوله مانا نه وي خو يو څه رغوونكى بدلون او سمون ته لاره هوارولاى شي .
۱- درسنيو همكاران يانې درسنيو دنړۍ پادشاهان چې غواړي له دې لارې خپلو بچو ته يو سابه او جوارى پيدا كړي بايد مطبوعات د شخصي ګټو يانې د ارتزاق يوازينۍ لاره ونه ګڼي او كومه بله لاره هم ولټوي تر څو خپلو بچيانو ته يو سابه او جوارى پيدا كړي .
۲- رسنيو ته بايد دنشراتي پاليسۍ پربنسټ لورى او لاره وټاكل شي چې دهېواد دملي كلتور ملي هويت او ملي فرهنګ سره په ټكر كې نه وي او دغه چار بايد ديو خپلواك فرهنګي او كلتوري كميسون له خوا تر سره شي .
۳- د رسنيو دارزونې او كنترول له پاره بايد يوه متوازنه او متواتره اداره وټاكل شي او پرله پسې څارنه او رغونه وكړي .
۴- په فرهنګي فضا كې دكره كتنې لړې پېل او په كټ مټ بڼه خپره شي .
او په دې ډول په رسنيز بهير كې درغنده او برېكنده بدلونونو تصور ورو ورو دشونتيا خواته ځي او دا خبره رښتيا كېږي چې وايي پياوړى هوډ دبري درشل دى .