کور / تازه خبرونه / امريكا غواړي په سويلي پښتونخوا كې هم څارګرې الوتكې وكاروي

امريكا غواړي په سويلي پښتونخوا كې هم څارګرې الوتكې وكاروي

په امريكاكې د بارك اوبامه واكمنه ډله اوس په دې فكر كوي چې له وزيرستان او نورو سيمو وروسته د خپلو څارګرو الوتكو ومخه  د سويلي پښتونخوا په لور هم واړوي . 

د نيويارك ټايمز د يو راپور په اساس وسلوالو طالبانو اوس په سويلي پښتونخوا كې هم خپلې ځالې جوړې كړې دي . او ورځ تر ورځې په دغه سيمه كې پښې غزوي چې امريكا  مجبوره ده  د څارګرو الوتكو په مټ ورته دغه سيمه هم سور تنور كړي .

د نيويارك ټايمز د راپور له مخې د امريكا څارګرې دارې په دې باور دي چې ملا محمد عمر او د القاعده شبكې يو شمېر غړي اوس د كويټې په شاوخوا كې پټ دي چې له دې وروسته به تر پولې ها خوا بهرنيو ځواكونو ته ډول ډول سرخوږي پيدا كړي .