د ننګرهار والي او د ولسمشر حامد كرزي سلاكار ګل آغا شيرزي له مخالفو وسله والو سره د مخامخ خبرو پلان لري.
شيرزي د آزادۍ راډيو سره په يوه مركه كي وويل چي له طالبانو سره د خبرو پروسه يې تېر كال هغه وخت پيل كړې، چي په دغه ولايت كي يې د سولي كاروان په نوم د قومي مشرانو څخه جوړ يو حركت پيل كړ.
ګل آغا شېرزي وويل لومړنى كار يې په كابل كي د دې خبرو دپاره د يوه كمېسون جوړول او وروسته د قبايلي مشرانو څخه د يوې جرګې جوړل دي، چي د طالبانو له مشرانو سره به مخامخ خبري وكړي.
نوموړى تمه لري، چي طالبان به د قومي مشرانو په منځګړتوب د سولي خبرو ته هركلى وكړي او هيله يې وښوده، چي دا په افغانستان كي د سولي د راوستلو يو ګټور ګام سي.
تر شېرزي دمخه د ولسمشر حامد كرزي ورور قيوم كرزي هم د طالبانو سره د مخامخ خبرو خبرونه وركړي او وايي چي په دې اړه يې پرمختګ هم كړى دئ.