د چارشنبې په سهار د كابل ښار يوې درنې چاودني ولړزاوه.
د كابل د امنيې قومندانۍ مقامات وايي چاودني لږ تر لږه درې ملكي كسان ټپيان كړي دي.
د نوموړي په وينا دغه چاودونكي مواد په كوټه سنګي كي د پوليسو يوه ماموريت ته نيژدې له مخكي ځاى پر ځاى سوي وو، چي د ريموټ كنټرول په ذريعه يې چاودنه وركړې ده.
كابل په تېره مياشت كي د درو ځانمرګو بريدونو شاهد وو، چي تر شا يې ۲۰ مړه او ۵۰ ټپيان پرېښودل.