د اوربشین د یوه تن سره لوزي شخړه وه نو پولیسوهغه د سیمې ماموریت ته بوت د پولیسو امر د پوښتنو- ګرویږونو په ترڅ کې له هغه وپوښتل:
– څه کار کوې؟
– توپکي یم صیب!
د توپکي په اوریدو سره دپولیسو دامر د تندي غوټې اوراي شوې او له خوشالۍ په دریشي کې نه ځایده خوله يې ویته شوه نو له تحقیق – محقیقه تیر شو او بېله ځنډه يې اوربشین ته د دوستۍ لاس اوږدکړ او غرمه يې ښه مزاري چاینکي په وخوړله او د تور هیلې چایو اوبادامي نقل وروسته یې د هغه دکور ته رسولو ویاړ يې هم په غاړه واخیست
کورته د رسیدو سره سم اوربشین د کو ر ور وټکاوه د هغه میرمن راووتله لومړی د پولیسو د امر په لیدو لږه وارختا شوه خو چې پوه شوه مېلمه دی خوشاله شوه او کورته يې وبلل
د پولیسو امر د توپکي د کوټې په لیدو چې هلته کوم نظم نه وو او هرې خواته کاغذونه شیندل شوې وه شکمن غوندې شو نو ورو يې د اوربشین له میرمني نه د راز په څير وپوښتل:
میړه دی څه کار کوي؟
هغې په ډیر غرور ورته وویل:
هغه په پوهنتون کې پروفیسر دی.
د پولیسو امر هغه سر تر پایه تر نظر تیر کړ او ویې ویل:
هغه خو وایي توپکي دی!
د اوربشین میرمني د راز په څير وویل:
هر وخت چې هغه په کوم جنجال اخته شي نو د ځان د خلاصون لپاره ځان لوی معرفي کوي
د پولیسو امر بېله دی چې چای وڅښي له ځایه پورته شو اوربشین يې له څټه ونیوی او دروازی خواته يې په کشولو کشولو ورته وویل: ښه تا هم پالان راباندې کیښود
پاڅه پروفیسره ضامن راکه!