د خوست ولايت د عامې روغتيا اړوند د يوې پروژې د بنسټ ډبره کښېښودل شوه او بله پروژه ګټې اخيستنې ته چمتو شوه.
د دغه ولايت دعامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر اميربادشاه وويل د ملکي روغتون په انګړ کې يې د واکسين دساتنځي د بنسټ ډبره کښېښودل شوه.
هغه زياته کړه چې پر دغه پروژه ٤٠ زره ډالره لګښت راځي، چې د يونيسف لخوا ورکول کېږي .
د نوموړي په وينا، ددې پروژې کار به په راتلونکيو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته به چمتو شي