کور / تازه خبرونه / اسټراليايي عسكر تر زخم وروسته ومړ

اسټراليايي عسكر تر زخم وروسته ومړ

 


په افغانستان كي مېشت اسټراليايي پوځيان وايي پرون يې يو عسكر له طالبانو سره په جنګ وژل سوى دئ.


د اسټراليا د دفاع وزارت هم د خپل پوځي وژنه تائېدوي او وايي دغه عسكر د طالبانو سره په يوه مخامخ جنګ كي د روزګان ولايت ككرك سيمه كي وژل سوى دئ.


د دفاع وزارت وايي دغه عسكر لومړى زخمي سو، چي بيا يې وروسته په روغتون كي ساه وركړه.


د اسټراليان د دفاع وزارت وايي دا يې په افغانستان كي نهم پوځي دئ، چي د ۲۰۰۱ كال راهيسي وژل كېږي او د ۴۰ په شاوخوا كي عسكر يې له هغه راهيسي ټپيان سوي دي.


اسټراليان په افغانستان كي ۱۰۰۰ پوځيان لري، چي ډېر يې په روزګان ولايت كي مېشت دي.