د افغانستان په ختيځ ولايت پكتيا كي په زياته اندازه نشيي مواد وسوځل سول.
د چارواكو په وينا دغه مواد يې په تېرو څلورو مياشتو كي د بېلا بېلو عملياتو پر مهال نيولي و، چي ټول وزن يې ۱۸۰۰ كيلوګرامه كېدئ.
د پكتيا چارواكو د سې شنبې په ورځ اعلان وكړ، چي دغه تارياك، هيروئين او چرس يې ټول د سيد كرم په لسوالي كي د خلګو په يوه عام محضر كي وسوځول.
همدا راز د پكتيا چارواكي وايي ۳۷۰۰ هكټاره مځكه يې د فبروري د مياشتي راهيسي په دې ولايت كي د كوكنارو څخه پاكه كړې ده.