کور / تازه خبرونه / د ولسمشر داود خان مړى خاورو ته سپارل كېږي

د ولسمشر داود خان مړى خاورو ته سپارل كېږي


ټاكل سوې ده چي د افغانستان د پخواني ولسشمر سردار محمد داود خان د جنازې مراسم د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ كي ترسره سي.
د ارواښاد محمدداود خان د جنازې مراسمو ته په بهر كي مېشت د هغه له كورنۍ يوازينۍ پاتې لور (درخانۍ داود) هم راغلې ده.
تمه ده چي د نن په مراسمو كي به د افغانستان ولسمشر حامد كرزى، د كابيني غړي، او د بهرنيو سفارتونو ډيپلوماتان ګډون وكړي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي امنيتي پوليسو د سې شنبې د سهار له پنځو بجو څخه د كابل ښار شاوخوا سيمي او دارلامان ماڼۍ ته څرمه غونډۍ چي ټاكل سوې ده، ولسمشر داود خان به پكښي ښخ سي تر ټينګو امنيتي څارنو لاندي كړي دي.
د ښاغلي بشري په وينا د كورنيو چارو وزارت، د ملي امنيت او دفاع وزارت امنيتي ادارو د نننيو مراسمو د ساتني په خار ګډ پلان جوړ كړى دئ.
بلي خواته طالبانو هم د يوه فرمان په صادرولو د نن ورځي پر مراسمو كي د هر راز ګډوډۍ د نه ترسره كولو ژمنه كړې ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وويل دغه پرېكړه يې د افغانستان د پخواني ولسمشر او د غوايي د كودتا د لومړنيو شهيدانو او محمدداود خان په درناوي كړې ده.
پخوانى صدراعظم په ۱۳۵۲ كال د سرطان پر ۲۶ -مه د محمدظاهر پر شاهي حكومت د يوې سپيني كودتا په ترڅ كي واك ته ورسېد او په افغانستان كي يې د جمهوري نظام بنسټ كښېښاوه، چي تر پنځه كلني واكمنۍ وروسته په ۱۳۵۷ كال د غوايي پر اوومه د كمونيستي كودتا په ترڅ كي د خپلي كورنۍ له ۱۹ غړو سره ووژل سو.
د محمدداود خان او د هغه د كورنۍ مړي دېرش كاله ورك وو، چي تېر كال د ولسمشر كرزي له خوا د يوه فرمان تر صادرېدلو وروسته د ټاكل سوي كمېسون له خوا د هغه او كورنۍ مړي د پلچرخي په سيمه كي وموندل سول.
د ولسمشر داود خان مړى د قرانكريم د هغې طلايي نسخې له مخي وپېژندل سو، چي په قبر كي ورسره موندل سوى وو.
د كورنۍ په وينا يې دغه نسخه د سعودي پاچا له خوا ولسمشر داود خان ته د عمرې تر مراسمو وروسته ډالۍ سوې وه.