کور / تازه خبرونه / هلمند: ځانمرګي بريد ۱۲ كسه ووژل

هلمند: ځانمرګي بريد ۱۲ كسه ووژل

 


د دوشنبې په سهار د هلمند په مركز لښكرګاه كي يوه ځانمرګي بريد ۱۲ كسه ووژل او ۲۸ نور يې ټپيان كړل.


د هلمند چارواكي وايي ځانمرګي بريد كوونكي د پوليسو مركز ته نيژدې د هغوى كاروان په نښه كړ، چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې ورته واړوله.


د هلمند د والي وياند داود احمدي اسوشيېټيډ پريس آژانس ته وويل دغه پوليس د كوكنارو د له منځه وړلو دپاره په عملياتو پسي وتل چي ځانمرګى بريد ورباندي وسو.


د افغانستان حكومت وايي سږكال يې د هلمند په ولايت كي په زياته اندازه كوكنار اړولي دي.