د لندن چاپ ورځپاڼو پرون داسي خبرونه وركړل، چي ګني د طالبانو مشر ملامحمدعمر اخند د افغانستان له حكومت سره خبرو ته حاضر سوى دئ.
يوې برتانوۍ ورځپاڼي په افغانستان كي د القاعده شبكې د يوه لوړ پوړي مشر عبدالله انس په حواله خبر وركړى و، چي د طالبانو مشر ملامحمدعمر اخند د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي د سولي وړانديز ته لبيك ويلى دئ او په دې اړه لومړنۍ خبري سوي هم دي.
د طالبانو او افغان حكومت ترمنځ د خبرو آوازې په تېرو دوو كلونو كي پرله پسې خپرېږي، ولسمشر حامد كرزي هم په وار وار ويلي چي د منځلارو طالبانو سره يې خبري رواني دي، خو طالبان بيا د لويه سره په خپله ډله كي د منځلارو او تندلارو وېش ردوي او وايي چي د طالبانو تګلاره مالومه ده، تندلارى او منځلارى پكښي نسته.
د امريكا ولسمشر باراك اوباما هم تېره اونۍ په افغانستان د طالبانو او حكومت ترمنځ د خبرو ملاتړ وكړ.
بلي خواته د ولسمشر حامد كرزي ورور قيوم كرزى چي ويل كېږي، د طالبانو سره په خبرو كي د افغان حكومتي هيئت مشري كوي، هم د عبدالله انس خبره تائېدوي او وايي چي ملامحمدعمر اخند د حامد كرزي وړانديز منلى دئ. خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته پورتنۍ آوازې رد كړې او وايي طالبان به د بهرنيانو په موجوديت كي سوله ونكړي.