کور / راپور / ترکيه : افغان محصلينو د رحمان بابا پر مزار د بريد غندلو يوه پرتمينه غونډه جوړه کړل

ترکيه : افغان محصلينو د رحمان بابا پر مزار د بريد غندلو يوه پرتمينه غونډه جوړه کړل

د تركيي په پلازمېنه انقره كي د افغان محصلينو لخوا د ستر رحمان بابا په مزار باندي د بريد د غندولو په اړه يوه پرتمينه غونډه جوړه شوه.

غونډه د قرانكريم د څو مباركو ايتونو په تلاوت او د هيواد د ملي سرود په غږولو سره پيل شوه.

د غونډي په پيل كي د رحمان بابا د ژوند او افكارو په اړه يوه مقاله ولوستل شوه. وروسته ويناوالو د خپلو ويناو په ترڅ كي د بابا په مزار باندي ترسره شوى بريد وغنده او د اړوندو چارواكو نه ېي وغوښتل چي د پېښي عاملين د قانون منګلو ته وسپاري. همداراز د غونډي په ترڅ كي يو شمير ګډونوالو خپل شعرونه هم واورول. د غونډي د پاى په شېبو كي په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په يو زيات شمېر هيوادونو كي د ميشتو پښتنو او فرهنګي ټولنو لخوا ليږل شوي پيغامونه او مننليكونه ولوستل شول. غونډه د ګډونوالو لخوا د يوي ګډي اعلاميي په خپرولو سره پاى ته ورسيده. په اعلاميه كي راغلي دي چي د پښتنو د تاريخ او كلتور دښمنانو يو ځل بيا خپله ناولي څېره وښودله او دا ځل ېي زموږ د ژونديو سياسي او ملي مشرانو پر ځاى د يو داسي شخصيت پر مزار بريد وكړ چي د خپل ژوند او افكارو په ړنا كي ېي ټول بشريت سولي او ورورولۍ ته رابللى دى. نوموړى بدنام بريد نه يواځي د ستر رحمان بابا شخصيت او افكارو ته زيان نشي رسولى بلكه د پښتنو په زړونو كي به د نوموړي مينه نوره هم زياته كړي. همداراز په اعلاميه كي د لراو بر پښتنو نه د ملي ارزښتونو د ساتلو به برخه كي د هلو ځلو هيله شوي ده.

په غونډه كي د افغانستان، پښتونخوا او اروپا نه د راغلو مېلمنو سربېره د تركېي په بيلابېلو ښارونو كي په زده كړه بوختو لسګونو افغاني محصلينو ګډون كړى وو.

د يادولو وړ ده چي د تركېي په څېر هېواد كي د افغاني محصلينو لخوا د راز راز ستونزو سره سره او د هېڅ ډول مادي او معنوي امكاناتو پرته د نوموړي غونډي جوړول يو بي سارى عمل دى.

دا لومړى ځل دى چي په تركيه كي د افغاني محصلينو لخوا هر اړخيزه فرهنګي غونډه جوړيږي.

د غوښتني په صورت كي به

(د غوښتني په صورت كي به د څو ساعتونو په اوږدو كي اړوند انځورونه هم در واستوو)

د فرهنګپالني نه مو مننه  – خداى مو لره