کور / تازه خبرونه / د زابل میرمني هم له والي څخه ناراضه دي

د زابل میرمني هم له والي څخه ناراضه دي

د زابل ولایت لسګونه میرمنو نن د یکشنبې په ورځ د زابل د والی دلبر جان ارمان ایسته کیدل او محاکمه کیدل وغوښتل ، دغه میرمنې چې نن یې د کلات په ښار کې یوه احتجاجي غونډه جوړه کړې وه د زابل والي یې په بې کفایتۍ تورن کړ.

یوې میرمنې ته وویل چې مرکزي دولت دې ژر تر ژره د زابل والي بدل کړي ځکه د دې په خبره دلبرجان د زابل لپاره هیڅ د ګټې کار ندی کړي، یادو میرمنو ګواښنه کوله که یې غوښتنه ونه منل شي نو مظاهرو ته به دوام ورکړي.

دوی وایی چې که مرکزي دولت د زابل اوسنی والی له دندی ګوښه او محکمه نکړي نو دوي به په راتلونکو ټاکنو کې هم برخه وانخلي.

د زابل د والی مرستیال ګلاب شاه علی خیل د والی له کاره ایسته کول د مرکزی دولت کار وباله او دغه احتجاجي غونډه یې د څو محدودو کسانو سیاسی فعالیت وباله .

د زابل میرمني پداسي حال کې د والی پرضد خپل اواز اوچتوي چې تیره ټوله اونۍ د زابل اوسیدونکو د زابل د والی پرضد احتجاجونه وکړل خو تراوسه لا والی دلبرجان په خپل کار بوخت دی او د لیری کیدو یا محکمه کیدو کومه نښه یې نه ښکاري .