دغه پرېکړه په فرانسه کي ددې هيواد د دولتي مخالفانو د ګوندو او ان د ځينو دولتي محافظه کارانو یعني د يو ايم پي ګوند تر سخت انتقاد لاندي راغلی دی . د فرانسې پارلمان چي د يو ايم پي ګوند په هغه کي لوی اکثريت لري لا تر اوسه ودې پريکړي ته رايه نده ورکړې ، خو ددې موضوع پر سر باندي د همدا اوسه څخه دغه ګوند نيمه خوا پاتې سوی دی .
فرانسه د ۱۹۴۹ راهيسي د ناټو د دفاعي پيمان د بنسټ ايښودونکو څخه وو . کله چي په ۱۹۵۸ کي شارل دوګول په فرانسه کي د دوهم ځل دپاره واک ته ورسېد. د ناټو د غړيتوب څخه يې ځان جلا کړ او هدف يې داوو چي د امريکا برلاسی قدرت بايد په فرانسه کي نفوذ ونلري . هغه غوښتله چي داخبره پورته کړي چي موږ پخپله هر څه چي يو، يو به خو نه غواړو د امريکې تر بيرغ لاندي مخته ولاړ سو .
د سرکوزي په را مينځته کېدو سره نوموړي تلاښ وکړ چي که وکولای سي د امريکا سره ځان ډير نيژدې کړي . البته دا په داسي حالت کي وو چي ددېنه پرته چي د امريکا د اصلي سياستو سره ځان علاقمنده وښيي، زياتره د جورج بوش د ماجراجويانه او لانجمنو سياستو سره يې ځان خواخوږی کړ . سرکوزي داسي انګېرله چي کله بوش د سياسي صحنې نه ايسته سي، نو هغه وخت به نوموړی په خپل دغه کار سره د امريکا په وړاندي د فرانسې پر خپلواکۍ باندي تأکيد وکړي او خپل دغه اقدام به د فرانسې او اروپا په ګټه وبولي . نوموړی وايي چي کله فرانسوي ځواکونه د ناټو په ماموريت کي په بوزنيا، کوسوو او افغانستان کي ورکډ دي، نو فرانسه بايده چي د ناټو د اپريل د دريمي او څلورمي ددې سازمان د اصلاحاتو په غونډه کي غوښنه برخه ولري او خپل وزن بايد و ښيي او د هغه څخه کار واخلي .