د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مشر او پخواني لومړي وزير نواز شریف، د هغه ورو شهباز خان او د مسلم ليګ ګوند ځيني نورو حزبي رهبران د حکومت پر ضد د لاهور په ترسره کېدونکي مظاهرې کښي تر ګډون کولو مخکي محاصره سوي دي .د رويټرز د خبر له مخي پوليسو د قاضيايو د اتحاديې مشر اعتزاز احسان هم په خپل کور کښي محاصره دئ، خو د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان مالک بي بي سي ته ويلي چي دوی څوک ندي محاصره کړي او نواز شريف بالکل په ټوله ملک کښي ازاد دئ او د هغه محاصره کېدل يې رد کړل خوپاکستاني دولت چي په رآس کښي يې د آصف زرداري د خلق ګوند ځای لري د سياسي ګروپو يوځايي فعاليت د تشدد د مخنيوي په موخه منع اعلان کړئ دئ .
آصف زرداري پخپل کور کښي د ځان محاصره کېدل يو غير نورمي او غيرقانوني کار وبلئ، دده د ګوند وياند بي بي سي ته ويلي چي حکومت د لارو او جادو پر سر ځيني موانعې هم ايجاد کړي څود دوشنبې ورځي په لوی لاريون کښي دلاريونکوونکو د ګډون څخه منع وکړي .ويل کيږي چي پوليسو د نن ورځي پر لاريون کوونکو اوښکي بهېوونکی ګاز هم استعمال کړئ دئ .
پدې وروستيو مياشتو کښي د پاکستاني ولسمشر آصف زرداري او د پخواني لومړي وزير نواز شريف تر منځ اختلافات زيات سوي دي خو نوموړو د ۲۰۰۸ کال تر چټک انتخاباتو وروسته د پروېز مشرف د واک څخه د راپرزولو په خاطر د يو بل سره ائتلاف هم کړئ وو .
د پاكستان ستري محكمې تر څو واره ځنډ وروسته لومړي وزير نواز شريف او ورور يې شهباز شريف له پارلماني سياست څخه منع اعلان کړل .