دمیدان وردګ ولایت غواړي چي د حضرت محمد (ص) د زوکړې(میلاد) په مناسبت یوه لویه پرتمېنه او بیلګوي دري زره کسېزه غونډه د میدان ورد ګ ولایت په مرکزي لوبغالي کي د ۱۳۸۷ لمریز کال دکب دمیاشتي په ۲۶ مه نیټه جوړه کړي د ویناوالو ترڅنګ به دغه غونډه لاندي ځانکړتیاوي ولري
· دمیدان وردګ ولایت په کچه د (۳۰۶) جوماتونو رغاول او تجهیزول(فرش،لوډسپیکر،لمریزه بریښنا اورنګول) اعلانول
· دمیدانښار دزندان څخه د اتو(۸) تنو بندیانو خوشي کول
· دسولي دبهیر سره دلسو تنو مخالفو وسلوالو یوځای کیدل
· ددي ورځی په ویاړ د نیالګیو کرل
· د سپورټ په (۱۰۰)لوبغاړو باندي دسپورتي کالیو وېشل او د(۸)کلبونو پرانیستل
· دوه سوه کونډو،معیوبینو،معلولینو او بي وزلو کسانو ته دخوراکي موادو وېش
· ددي ورځی په ویاړ په وړیا ډول د ناروغانو درملنه او یو دویني ګرځنده بانګ جوړول
· دشهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د ولسمشر دفرمان سره سم دپیسو وېشنه
· دسولي په ویاړ دسپینو کفترو دالوځولو مراسم
· بیرته راستنه شوو او کډوالو سره مرسته
· دمیدان وردګ دوه سوه(۲۰۰) هغو علماؤته چي دسولې،امنیت اوبیارغاونه کي پوره ونډه اخیستي ده د ستاینلیکونو ویش
دهېواد دټولو او په ځانکړي ډول دمیدان وردګ ولایت علماؤ،قومي مشرانو،جهادي قوماندانانو،لیکوالو،ژورنالیستانو او دمدني ټولنو استازو ته په ډير خورا درنښت بلنه ورکوو چي د حضرت محمد (ص) د زو کړي په یاد په دغه پرتمېنه غونډه کي له موږ سره ګډون وکړئ.
په درنښت
دمیدان وردګ ولایت د مطبوعاتي کمیسیون لخوا
یادونه غونډه دکب دمیاشتي په ۲۶ مه دسهارپه نهو(۹) بجو پیلیږي
د اړتیا په صورت کي لاندي شمېرو سره اړیکه ونیسئ
۰۷۰۶۰۰۹۹۲۵ ، ۰۷۰۰۶۳۱۸۶۰