د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د انټر نشنل هیرالډ ټریبیون ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د سعودي عربستان په خبرو کې دولت له طالبانو غوښتې دي چې په لویو لارو ښوونځیو کلینیکونو او انجنیرانو حملې بندې کړي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې دا سپارښئتنه کړې چې په افغانستان کې د پوځي پروګرامونو پیاوړي کول باید د سیاسي پروګرامونو پیاوړې کول هم له ځانه سره ولري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي دي چې د ناسمو اقداماتو نه مخنیوې به افغانستان له ستر خطر سره مخامخ کړي.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امن او ثبات په ټینګښت کې د خلکو په رول تبصره کړې او لیکلي دي چې یو رول چې خلک پدې برخه کې لوبولې شي هغه په انتخاباتو کې ددوې پراخه ګډون دې.
ورځپاڼې د ایکو په غونډه کې د ولس مشر کرزي په مشرۍ د افغان پلاوي په ګډون تبصره کړې او په عینې حال کې ددې غونډې په څنډو کې شوې لیدنې کتنې مهمې بللې دي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د پوهنې او روزنې برخې ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې ایران لا هم د افغان دولت له مخالفینو سره پوځي مرستې کوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې ایران غواړي پدې توګه امریکا ته خپل زور وښۍ او دا مسله په عراق کې هم محسوس وه.
دې ورځپاڼې هم د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ د خبرو په اړه یو مطلب خپور کړې او د امریکا د مرکزي ځواکونو د پخواني قومندان امیرالبحر ویلیام فالن په حواله يې لیکلي دي چې دا خبرې باید افغان دولت پرمخ بوزي.
ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د ناټو د عمومي منشي دا وینا راغستې چې په افغانستان کې به د جمهوري ریاست د انتخاباتو د امنیت لپاره نور ځواکونه واستوي.
د ملي ارمان نا دولتي ورخپاڼې بیا دا خبر ورکړې چې د افغانستان او پاکستان په اړه به د امریکا ستراتیژۍ تر راتلونکو دریو اونیو پورې بشپړه شي.
ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې اوس اساسي مسله ددې ستراتیژۍ د مالي منابعو په سر ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو په مرګ ژوبلې او په بوش د بوټونو ګزارولو ته په اشارې لیکلي دي که چیرې اوباما ناسم سیاست خپل کړي نو شل نمبره بوټ پرې وویشتلې شي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې نوې ستراتیژۍ ته په اشارې لیکلي دي چې پدې ستراتیژۍ کې باید د افغانستان لومړیتوبونه په پام کې وساتلې شي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې پر خبریالانو د حملې مسله راغستې او لیکلي دي چې د خبریال وژنه یو نابښونکې جنایت دې.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا له طالبانو سره د خبرو به اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې باید پدې خبرو کې له احتیاط څخه کار واخستلې شي.
ورځپاڼې په عینې حال کې په یو جلا مطلب کې دا ګیله هم کړي چې ولې طالبانو دومره ستر ښودل کیدل چې ان امریکا هم له هغوې سره خبرو ته تیاره شوه.
دې ورځپاڼې هم د زلمي خلیلزاد د سفر په په اړه په یو مطلب کې د هغه په حواله لیکلي دي چې د هغه دا سفر له تیرو سفرونو څخه توپیر لري.