کور / تازه خبرونه / دافغانستان د كركټ ملي لوبډله پېښور ته ورسېده

دافغانستان د كركټ ملي لوبډله پېښور ته ورسېده

د كركټ ملي لوبډله به تر يوې اونۍ په پېښور كې تمرين كوي


د افغانستان د كركټ ملي لوبډلي غړي د تمرين په خاطر د يوې اونۍ دپاره پېښور ته رسېدلي دي
نوموړې  لوبډله به د نړيوال جام دپاره په سياليو كې د ګډون ورستي پړاوته د تيارويو نيولو په مخه يوه اونۍ د پېښور په ارباب نياز لوبغالي كې لوبيږي


د دغې لوبډلې روزونكې كبيرخان ويلي دي چې لومړى به دغه تمرينونه د لاهور په قذافي لوبغالي كې ترسره مېده خو د هغه په وينا د پاكستان د كركټ بورډ له خوا ورته په پېښور كې د پاته كېدو ويل سوي و نو ځكه يې د لاهور پر ځاي پېښور ته تګ وكړ


د نوموړې لوبډلې غړي به د يوې اونۍ په جريان كې د تمرين تر څنګ د سيمې له ځايي لوبډلو سره دوستانه مسابقې هم ترسره كوي