کور / تازه خبرونه / کرمه ايجنسي:امريکايي الوتکو لسګونه کسان وژلي دي

کرمه ايجنسي:امريکايي الوتکو لسګونه کسان وژلي دي

د شمالي پښتونخوا په کورمه ايجنسي کي تېره شپه امريکايي بې پيلوټه الوتکو بمبارې کړې ده چي په پايله کي يې تر 25 زيات ځايي وګړي وژل سوي او په لسګونو نور زخميان سوي دي ، د سيمي يوه اوسيدونکي د لراوبر ځايي خبريال ته وويل چي د پېښي قربانيان سيمه ايز ملکي وګړي دي ، نوموړي وويل د پېښي په قربانيانو کي سپين ږيري ، مېرمني او ماشومان هم شامل دي .


بله خوا ويل کيږي چي په وژل سوو کسانو کي وسله وال کسان هم شامل دي ، کومو چي د ۲۰۰۷ کال راهيسي په دې سيمه کي مرکزونه اباد کړي وو، د وروستيو جزياتو له مخي تر اوسه 25 وژل سوي کسان له خاورو را ايستل سوي او د نورو د را ايستلو چاري دوام لري .