کور / تازه خبرونه / ننګرهار: درې ورځنی علمي او ادبي سیمنار پيليدونکی دی

ننګرهار: درې ورځنی علمي او ادبي سیمنار پيليدونکی دی

د ختيزې سيمې د ازادو او ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکې ټولنې پتېيلې چې په ننګرهار کې درې ورځنی علمي او ادبي سيمينار جوړکړي. په دغه علمي سيمينار کې به په لومړۍ ورځ د فولکور يا ولسي ادب په باب فولکوريستان، ليکوالان او پوهان خپلې ليکنې او مقالي لولي.په دويمه ورځ به استاد حبیب الله رفيع او پوهاند سيال کاکړ ونمانځل شي. په درېيمه او وروستۍ ورځ به د کوزې پښتونخواد دوو تنو تکړه شاعرانو رحمت شاه سايل او ډاکټر اسرر نمانځنه او يادون وشي. د دغه سيمنار په شپو کې د مشاعرو او موسيقۍ تابيا هم نيول شوې ده. تمه ده چې په دې درې ورځني علمي سيمينار کې به د لرې او برې پښتونخواسلګونه وتلي ليکوالان شاعران او دقلم خاوندان ګډون وکړي او دننګرهار له پسرلني موسم نه به خوند واخلي. تر دې سيمنيار جوړېدو مخکې هم يادې ټولنې د پښتو د نوموتي او ځانګړي سبک شاعر دروېش دراني،استاد سعدالدين شپون او پوهاند علامه رشاد په ژوند او فن دې ته ورته علمي سيمينارونه جوړ کړي دي.