د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په شمالي ولايت كندز كي د يوه نوي ښارګوټي د جوړېدو كار پيل سو.
چارواكي وايي دغه ښارګوټى به په ۱۵۰۴ ايكړه مځكه كي د يوه كال په جريان كي په پرمختللې بڼه جوړ سي، چي ۳۰۰۰ كورنۍ به پكښي مېشتي سي.
د حميدالله دانشي په نامه يوه ولايتي چارواكي وويل دغه ښارګوټى د چاردرې په په ولسوالي كي جوړېږي.
تر دې وړاندي د ښار او كور جوړولو وزارت د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كي دولتي مامورينو، ښوونكو او بې كوره خلګو دپاره د بېلابېلو ښارونو ژمنه كړې ده.
د ښار او كور جوړولو وزارت وايي د كابل ښار څخه دباندي د پنځه سوه ميليونه ډالره په ارزښت د يوه ښارګوټي د جوړېدو پلان هم لري.