کور / تازه خبرونه / كندهار: مظاهرې ته تيارى نيول كېږي

كندهار: مظاهرې ته تيارى نيول كېږي


په جنوب لوېديځ زون كي د جنوبي آسيا د خبريالانو ټولني (سفما) غړو پتېيلې ده، چي نن د پنجشنبې په ورځ يو احتجاجي سوله ايز لاريون وكړي.
د سفما سيمه ايز دفتر مسئولين وايي د دې لاريون څخه يې موخه د كاناډايي تلوېزون د ژورناليست جاويد يازمي د قتل غندل دي.
جاويد يازمي وړمه شپه د كندهار ښار په زړه كي د نامعلومو وسله والو موټرسايكل ناستو له خوا ترور سو.
د ارواښاد يازمي د مړيني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى، او طالبانو هم وويل چي د هغه سره يې كومه ستونزه نه درلوده.
د كندهار امنيتي مقامات وايي د يازمي د وژلو په موخه يې تحقيقات پيل كړي دي، خو تر اوسه يې نتايج نه دي اعلان كړي.
عيني شاهدان وايي ښاغلى يازمي د كندهار په غازي امان الله خان واټ كي د كندهار هوټل او د ښځو چارو رياست مخته، د ملي امنيت رياست، د مڼديګك او ولايتي شورا ودانيو ته څرمه په داسي حال كي ووژل سو، چي تر پېښي وروسته يې د مړيني ځاى ته د دوو ورځو په تېرېدو نه پوليس او نه هم د ملي امنيت مامورين حتى د لومړنۍ څېړني دپاره هم نه دي ورغلي دي.
د سفما سيمه ايز دفتر چي پرون يې د ښاغلي جاويد يازمي د وژني په غندلو كي يوه احتجاجي غونډه هم جوړه كړې وه، له امنيتي چارواكو څخه ګيله وكړه چي د ژورناليستانو په ساتنه كي پاته راغلي او د ښاغلي يازمي د قتل د څېړني جزيات دي ژر تر ژره په ډاګه كړي.
د سفما دفتر هم د عيني شاهدانو دا خبره دا تائېدوي، چي تر پېښي وروسته د كندهار امنيتي ادارو نه روغتون ته د ښاغلي يازمي د جسد په لېږدولو كي مرسته كړې او نه هم وروسته د پوښتني ګروېږني دپاره ورغلي دي.


يادونه: د پورتنۍ مظاهرې رپوټ به وروسته پر ليكه سي.