کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / غزنی د ۲۰۱۳ کال په درشل کښي

غزنی د ۲۰۱۳ کال په درشل کښي

غزني دهیواد یو له ترټولولرغونی ولایت دئ دغه لرغونی ولایت دهیواد په پېښلېک کښي دََځانګړي ځای درلودونګي دئ اود تاریخ په اوږدوکي کله دامپراتورۍ د پلازمېني په توګه پاته شوئ او کله هم دوخت دزبرځواکوله خواداسي لولپه کړل شوئ چي هرڅه یي له خاوروسره خاوري شوي خوداهرځه دتاریخ پر پاڼوپه زرینوکرښولیکل شوي او له دغو لوړتیاوو اوځوړتیاووڅخه څوک سترګي نشي پټولائ اوهرڅوک دهغه وخت چوپړکوونکي او ورانوونکي پېژني .

 هوکي تاریخ ددي هرڅه په ډاګه کوونکي دی زه پخوانی له برمه ډک غزني پرځای پرېږدم او غواړم پر نني غزني يو څه تم شم چي دچارواکو دنه پام لرني له امله دهیواد په کچه ناامنه او دوالیانودازمیښتون او په نورو داسي نومونو یادیږي چي په هر ډګر کي د دي ولایت شاتوالي په ګوته کوي غزني دطالبانو دواکمني له ړنګېدو او د نړیوالي ټولني په تیره بیاد امریکي په ملاتړد اوسني دولت په رامینځته کیدو سره بېلابېل والیان وازمېل غزني ته دغه ټول راغلي والیان د خپلي وړتیا له مخي ندي را استول شوي بلکي د دوي داستولو موخي نوري وي چي د دا ډول راستولو څرګندي بیلګي به دجهادي پیر او د مجاهدینود واکمنۍ پیژندل شوي څیري ښاغلي قاري بابا او حاجي شیرعلم را واخلو دولت دغه دواړه ښاغلي ددي لپاره دواک پرګدي کښېنول چي په یو ډول سره دهغوي پرخولو برغولي کیږدي .

سره له دي چي نوموړو دواړو ښاغلیو پر خلکو دظلم او زیاتي ښه نامتو شالیدونه هم لرل دولت دغزني لپاره وړکسان وبلل داخو ځکه چي د طالبانو له را پر ځیدو وروسته په غزني کي ترټولو نوموتي جهادي قوماندان قاري با با و چي د وخت دولت دمجاهدو دخوښي لپاره دغزني ولا یت ده ته ور پرېښود اود شیرعلم ټاکنه بیا دغزني دوالي په توګه له دي امله وشوه چي په یو ډول سره په کابل کي د نوموړي د زور واکۍ او زبرځواکۍ مخه ونیول شي او سوکه سوکه یي واک تري واخستل شي چي بیا هم داسي وشول هم دڅوکلونو په لړکي دغه ولایت ته ډول ډول کسان د والیانویانو په توګه راغلل چي ځینی د هیواد دولایتونو دوالیانو په کچه سخت دریځه ول او ځیني نور یي بیا دومره لویدیځپال ول چی ان په خپل نوم کي یي دمحمد(ص) دنوم مختاړي هم نه پریښود او خلکوته به یي ویل چي در نام مه نامي یتیم بچه را نګیرد خودوغو والیانو خپله ازموینه ورکړه اوله دندي څخه له ګوښه کیدو وروسته یي پر دولت تور ولګاوه چي له والیانو سره په کړیو ژمنو کي پاته راغلي .

زما په اند اوسمهال دولت ته په کارده چي پهِ غزني کي په کار پوه کسان په دندو وګماري ځکه چي ِ دغه ولایت ته دبیارغاوني یو ښه موقعه برابره شوي او دوه زرو دیارلسم کالته داسلامي تمدن او کلتور د پلازمیني په توګه ټاکل شوي دولت بویه غزني ته د دي ټا ټوبي په خاوري مین کسان راولیږي چي په رښتیا یي هم مو خه خلکوته دخدمت کول وي نه د خپلو جیبونو ډکول که څه هم ددغه ولایت ځینو پخوانیو والیانو په څرګنده دخلکو په هیلو لو بي وکړي خو دمرکزي دو لت له لوري دومره هم ورته ونه ویل شول چي ولي خو زه دغو والیانو ته وایم هغه ورځ راتلونکي ده چي له تا سو څخه وپوښتل شي او دخلکو په وړاندي سر کوزي ودرېږي ښاغلي ولسمشر ته په دي پو هیږی چي په غزني کي ستا د ولسمشري راهسي د بیا رغاوني څومره پروژي پلي کړل شوي او دغه پروژي څومره پر استندرد برا بري دي؟

لومړی خو دا چي ته به پر دي هر څه خبر یي خو که نه یي خبر زه به مو ټ د خر وارد نمو ني په تو ګه د فروخي واټ درته وښیم ددغه واټ سړک د تیر کال را هسي دري ځلي پوخ شوي خو اوس بیا بیرته خپل لومړني حالت ته را ګر خیدلي چي دغه ډول پروژوته به ښه دا وي چي د بیا رغاوني د پروژو پر ځای د بیا غولوني پروژي ووایو ایا دا ډول پروژي د والیانو له درغلیو او اختلاسونوپلو نه پورته کوي؟ ښاغلي ولسمشرغزني اوس د دوه زرو دیارلسم کال په در شل کي دی ا و په داسي حساس وخت کي غزني ته د رښتینواو هڅاندو کسانو اړتیاده هیله ده چي په غزني کي له روانو چارو څخه له نژدي څارنه وشي هسي نه چي پر دي ولایت لګېدونکي ملیونه ډالره هم دڅو کسانو جیبونو ته ولویږي .

saidrahmanf@yahoo.com