په ډیره خواښینی سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې د هېواد د ښونې او روزنې وتلې فرهنګی او علمی څیره خداي بخښلی معصومه عصمتی وردک په دې وروستیو کې د جلا وطنی پر مهال د فرانسې د لوموز په ښار کې په حق رسیدلې ده .
انا لله و انا الیه راجعون
د غازی محمد جان خان علمی او مشورتی ټولنه دخداي بخښلی معصومه عصمتی وردک مړینه د هېواد د ښونې او روزنې په برخه کې یوه ستره تشه بولی خداي بخښلی ته جنت فردوس ، کورنۍ او دوستانو ته یې صبر جمیل غواړی .
اغلې معصومه عصمتی وردک د هېواد د بچیانو د روغې روزنې او پالنې اود افغان میرمنو د روا حقونو د خوندیتوب په برخه کې د پام وړ تل پاتې ارزشتناک او نه هیریدونکی خدمتونه تر سره کړی دی . نوموړې په ټولو دولتی دندو کې له پوره ایمانداری ، اخلاص او صداقت نه کار اخیستی واو د خپلو رغنده ملی هلو ځلوله امله
یې د هر افغان په زړه کې د مینې ځاله جوړه کړې ده .
اغلې معصومه عصومه عصمی وردک د خپلې پوهې ، علمیت ، زیار او نوښت له امله د ښونکی له دندې څخه د وزارت تر مقام رسیدلې وه او د ژوند تر وروستی ګړۍ پورې یې خپل هېواد اوهېوادوال هیر نکړل .ټولنه د اغلې عصمتی
وردک کړنې او خدمتونه ستایی او خداي بخښلی ته جنت فردوس غواړی .
په ډیر درنښت
حقمل
د ټولنې منشی