طالبانو د هغه خبريال په وژنه كي لاس درلودنه رد كړه، چي تېر ماښام د كندهار په ښار كي ووژل سو.
جاويد جوجو اعظمي د كاناډا د ټلوېزون خبريال وو، چي پرون ماښام اووه بجې د كندهار ولايتي شورا او منډيګك ماڼۍ ته څرمه د كندهار هوټل مخته ووژل سو.
د خبرونو له مخي پر موټرسايكل ناستو وسله والو ځان د جاويد د موټر مخته واچاوه او پرله پسې ټكان يې پر وكړل، چي له امله يې نوموړي ساه وركړه.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د جاويد د وژني په اړه د هر راز مسئوليت منل ردوي او وايي چي طالبانو پر هغه كوم انتقاد نه درلودئ.
جاويد اعظمي د كاناډا له يوه ټلوېزون سره د كار پر مهال په دې تور د افغانستان د ملي امنيت او امريكايي پوځيانو له خوا ونيول سو، چي ګنې د طالبانو سره تړاو لري او د هغوى له ځايي چارواكو سره به يې مركې كولې.
نوموړي په دې تور ۱۱ مياشتي د باګرام په هوايي اډه كي بندي وو، چي د ۲۰۰۸ په سپټمبر كي خوشي سو.
د كندهار امنيتي مقامات وايي د جاويد اعظمي د قاتلينو په باب يې څېړني پيل كړي دي، خو اوس نه سي ويلاى چي هغه چا وواژه.
دا په روان لمريز كال كي دوهم خبريال دئ، چي په جنوب لوېديځه حوزه كي وژل كېږي، د روان كال د جوزا په مياشت كي په هلمند كي د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني هم د نامعلومو كسانو له خوا تر تښتوني وروسته ووژل سو، چي تر اوسه يې د قاتلينوهويت پټ پاته دئ.
په جنوب لوېديځه حوزه كي د جنوبي آسيا د ژورناليستانو د ټولني (سفما) مشر فضل الرحمان د ښاغلي جاويد وژنه وغندله او له حكومت څخه د نوموړي د قاتلينو د نيولو او هغوى ته سزا وركولو غوښتنه كوي.
جنوب لوېديځه حوزه چي د نړيوالو ايډيالوژيو ترمنځ د سياليو له امله عملاً د جنګ ډګر ګرځېدلئ، او تل پكښي د بېلابېلو جنګي ډلو د جنايتونو خبرونه ځني وركول كېږي، شك نسته تر ارواښاد عبدالصمد روحاني وروسته به د جاويد اعظمي ترور د دې حوزې د بې پرې ژورناليستانو فعاليت له خنډونو سره هم مخ كړي.
د يادوني وړ ده چي جاويد جوجو له باګرام څخه تر خوشي كېدو وروسته، له رسنيو سره په مركو كي ويلي وو، چي دى غواړي هغه كسان محاكمې ته وركش كړي، چي نيژدې يو كال يې ناحقه د بند خوارۍ پر تېري كړې.