کور / تازه خبرونه / زابليانو د چارواکو د محاکمې او مجازات غوښتنه وکړه

زابليانو د چارواکو د محاکمې او مجازات غوښتنه وکړه


نن په دوهمه ورځ هم د زابل ولایت په سلګونو قومی مشرانو ، علماوو، هټیوالو او عادی خلکو د زابل په اداره کې د بدلون غوښتنه وکړه.
دغه غوښتنه په هغه احتجاجی غونډه کې وشوه چې نن د کلات ښار د جمهوریت منار سره جوړه شوی وه چې پکې له پنځوسو څخه زیاتو قومی مشرانو او متنفذینو ګډون کړی وو.
دغونډې ویناوالو د زابل د والی دلبر ارمان، مرستیال علی خیل ، ښاروال جنت ګل ، دبرق درییس محمدسلیم او د اطلاعاتو او کلتور د رییس بسم الله لودین د ایسته کولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
د غونډې یو ویناوال حاجی عبدالکریم یاد سوی چارواکو غله، اختلاص کوونکی، بې کفایته او د ملکی خلکو قاتلین وبلل او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې باید ژر تر ژره دغه خلک ونیسی او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د غونډې ویناوالو ویل که یې غوښتنو ته پام ونسی نو د بازارونو د تړلو ، د ټاکنو د تحریم، په وسله وال مقاومت د لاس پوری کولو تر څنګ به هر هغه کار ته لاس واچوي چې له دوی سره د دوی د اهدافو په تحقق کې مرسته کوی.
د غونډې تنظیمونکی سردارمحمد غرنی وویل چې د کورنیو چارو وزیر د زابل والی ته امر کړي چې ژرترژره د ولایت ودانۍ تخلیه کړی خو تراوسه لا او یاد سوی نور چارواکي د ولایت په ودانۍ په غونډو بوخت دی.
یاد سوی چارواکي چې ډیری یې د حزب اسلامی د ګوند غړي دی پداسی حال کې د خلکو تر نیوکو لاندی راځي چې په زابل کې د نا امنۍ ، بې روزګارۍ، او غربت کچه تر بل تر هر وخت لوړه سویده.
په زابل کې له نژدې دوه سوه ښوونځیو یواځی شل یې پرانیستی دی او په ټول ولایت کې تر اوسه یوه لویشت سړک ندی قیر سوی.
تیره ورځ هم د زابل ګڼو اوسیدونکو ددې چارواکو د لری کیدلو او محاکمه کیدلو په اړه مظاهرې کړې وې او د سبا ورځې لپاره هم پراخې مظاهرې پلان سوې دي.
د یادولو وړ ده چې مظاهرې سوله ایزي دي او امنیتي ارګانونه هم له خلکو سره همږغي ښکاری.