د كاناډا د دفاع وزارت اعلان وكړ، چي د كندهار په ولايت كي يې يو عسكر مړ او څلور ټپيان سوي دي.
د دفاع وزارت وايي د دوى د عسكرو موټر د ګزمې پر مهال د يكشنبې په ورځ د كندهار په شاولي كوټ ولسوالي كي د سړك د غاړي پر يوه ماين ختلئ وو، چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.