کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر تهران ته ورسېد

افغان ولسمشر تهران ته ورسېد


د افغانستان ولسمشر حامد كرزى نن غرمه مهال ګاونډي هيواد ته ورسېد.
ولسمشر كرزى د ايكو د اقتصادي سازمان په غونډه كي د ګډون دپاره تللى دئ، چي د تركيې، پاكستان او اېران د ولسمشرانو سره به هم وويني.
د ايكو په دوه ورځنۍ غونډه كي د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازى كاى آيډي هم ګډون كړى دئ.
تمه ده چي د ايكو په سږنۍ غونډه كي به د افغانستان په بيا رغونه او اقتصادي پرمختګ كي د ايكو سازمان پر ونډه باندي بحث وسي.
همدا راز د ولسمشر كرزي له دفتر څخه خپاره سوي خبرونه وايي چي ښاغلى كرزى به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په نړيوال كنفرانس كي د اېران چارواكو ته د ګډون رسمي بلنه هم وركړي.
د امريكا متحده ايالاتو تېره اونۍ د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه كي وړانديز وكړ، چي ملګري ملتونه به د افغانستان د ثبات په اړه يو نړيوال كنفرانس جوړ كړي، او ګاونډى هيواد اېران به هم ګډون پكښي وكړي.
د اېران د بهرنيو چارو وزير د امريكا وړانديز ته په غبرګون كي وويل، چي حكومت يې په دې كنفرانس كي د ګډون پر سر سلا مشورې كوي.