د هلمند څخه وركړل سوي خبرونه وايي چي د سې شنبې په ورځ پر يوه موټر د چاودني له امله څلور ملكي كسان وژل سوي او شپږ نور ټپيان سوي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي د پېښي د تائېد په ترڅ كي وويل چي دغه چاودنه د نادعلي په ولسوالي كي رامنځته سوې ده.
د نوموړي په وينا څلور ټپيان يې د ايتلافي عسكرو روغتون ته او دوه نور د هلمند د بست روغتون ته رسولي دي.