کور / تازه خبرونه / هلمند: د اتو طالبانو د وژني ادعا وسوه

هلمند: د اتو طالبانو د وژني ادعا وسوه


د افغانستان د ملي دفاع وزارت په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي وايي چي د ايتلافي او افغان پوځيانو په ګډو عملياتو كي اته طالب جنګيالي ووژل سول.
د خبرپاڼي له مخي دغه جنګيالي د هلمند په ګرمسېر ولسوالي كي د هغوى پر يوه پټنځي د حملې پر مهال وژل سوي دي.
بلي خوا ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له ايتلافي او افغان پوځيانو سره د جنګ پخلى كوي، خو ققنوس آژانس ته په يوه مركه كي نوموړي د طالب جنګياليو وژنه رد كړې ده.