کور / تازه خبرونه / پاكستان: وكيلان لانګ مارش كوي

پاكستان: وكيلان لانګ مارش كوي


د پاكستان قانون پوهانو پتيېلې ده چي د مارچ پر ۱۲ – مه نېټه په ټولو ايالتونو كي د حكومت پر ضد مظاهره وكړي.
وكيلان د آصف زرداري له حكومت څخه د مشرف له خوا د ليري كړل سوو قاضيانو د بيرته ټاكلو غوښتنه كوي.
د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له د پاكستان پخواني قاضي القضات  افتخار محمدچوهدري د واك څخه د ناوړي استفادې په توګه ليري كړل سو، چي د تېر كال راهيسي د پارلماني حكومت تر جوړېدو وروسته لا هم د قاضي القضات ستونزه د پاكستان د حكومت په مخ كي ناحله پاته ده.