د ميلاد النبي په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ١٨-١٢-١٣٨٧
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على اشرف الأنبياء والمرسلين وعلى آله وصحبه أجمعين
اما بعد!
د بشريت د ستر ناجي د اسلام د لوي پيغمبر حضرت محمد رسول الله (صل الله عليه وسلم) د زوکړي د ورځی په مناسبت د افغانستان مظلوم او متدينو خلګو او د نړي ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايم.
حضرت محمد رسول الله (صل الله عليه وسلم) چي د ميني، خواخوږی، صداقت، انصاف او انسانيت ستر ښوونکي ؤ تل د مسلمانانو تر منځ د يووالي، تعاون او ورور ګلوي لپاره زيار ايستي، د نفاق، شقاق او تربګني پر خلاف ېي مبارزه کول چي د دوي د ژوندانه ټوله چاري زموږ لپاره لارښود او سنت دي.
ګرانو مسلمانو هېوادوالو!
راځي چي د خپل ستر لارښود حضرت محمد رسول الله (صل الله عليه وسلم) د مبارکو ارشاداتو او نبوي سيرت په پيروي، اسلامي ورورګلوي خپلو منځو کې ټينګه کو، تربګني او نفاق ته د پاي ټکي کښيږدو.
والسلام
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر