کور / تازه خبرونه / د المان د دفاع وزير افغانستان ته راغئ

د المان د دفاع وزير افغانستان ته راغئ


د المان د دفاع وزير فرانز جوزيف جونګ افغانستان او ازبكستان ته په درې ورځني سفر راغئ.
ښاغلي جوزيف جونګ تر افغانستان مخكي د ازبكستان له چارواكو سره وليدل او وروسته د افغانستان د كندز ولايت ته ولاړئ چي د هيواد پوځيان يې پكښي ځاى پر ځاى دي.
المان د امريكا د نوي حكومت له خوا تر فشار لاندي دئ، چي افغانستان ته نور پوځيان ولېمي.
ښاغلي جوزيف جونګ په د افغان پوليسو هغه مركز ته هم ورغئ، چي د جرمني ټرينرانو له خوا روزل كېږي.
جرمني په افغانستان كي ۳۸۰۰ پوځيان لري چي ډېر يې په شمالي ولايت كندز كي د ناټو تر حمايت لاندي ځاى پر ځاى دي.
د جرمني د دفاع وزير په كندز كي اعلان وكړ، چي هيواد به يې د را روان كال د جمهوري رياست انتخاباتو د امنيت په خاطر ۶۰۰ نور پوځيان هم افغانستان ته ولېږي.